د ایران خیبر شکن توغندی نندرې ته وړاندی شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112116-د_ایران_خیبر_شکن_توغندی_نندرې_ته_وړاندی_شو
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د خیبرشکن د لرواټنه او د نښې د مینځ ویشتونکي توغندي مخ کتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2022 14:01 Asia/Kabul
  • د ایران خیبر شکن توغندی نندرې ته وړاندی شو

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د خیبرشکن د لرواټنه او د نښې د مینځ ویشتونکي توغندي مخ کتنه وکړه .

د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د درې څلویښتمې (۴۳) کلیزې له لمانځل کیدا سره په یووخت نن د پوځ د لوی درستیز برید جنرال محمد باقري او د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک د قومندان برید جنرال امیر علي حاجي زاده په شتون د اسلامي د سپاه پاسداران د تر ټولو نوي سټراټيژیکې بریا په توګه د خیبر د لرواټنه او د نښې د مینځ ویشتونکي توغندي مخ کتنه وشوه .

د خیبر شکن سټراټیژیک توغندی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د لرواټنه توغندیو له دریم (۳) نسل څخه دی چې بې  ساري ځانګړنې لري دغه توغندی جامد سونګ لري او د نورو ورته بیلګو په پرتله وزن یې دریمه (۳) برخه دی او چمتو کول او توغول یې هم ډیر زر ترسره کیږي .