ایران د ویانا په خبرو کښې نوي وړاندیزونه کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112184-ایران_د_ویانا_په_خبرو_کښې_نوي_وړاندیزونه_کړي_دي
ایران پریس خبري اژانس وايي د ویانا د خبرو اترو اتم (۸) پړاو په پینځمه (۵) ورځ د ایران په وړاندیزونو باندې غور کولو سره ترسره شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2022 07:47 Asia/Kabul
  • ایران د ویانا په خبرو کښې  نوي وړاندیزونه کړي دي

ایران پریس خبري اژانس وايي د ویانا د خبرو اترو اتم (۸) پړاو په پینځمه (۵) ورځ د ایران په وړاندیزونو باندې غور کولو سره ترسره شو .

په ویانا کښې د بایکاټونو د لغو کیدا د خبرو اترو د اتم (۸) پړاو په پینځمه (۵) ورځ بیګا د اروپايي اتحادیې له استازي انریکه مورا ، د چین له استازي  وانګ کوان ، د روسیې له استازي میخاییل اولیانوف سره د ایران د لوړرتبه مرکچي علي باقري په جلا جلا کتنو سره پاې ته ورسید .

له سیاسي خبرو اترو سره په یووخت د ایران او د څلور جمع یوې (۱)ډلې جرمني ، فرانس ، انګلستان ، روسیې او چین د کارپيژاندو غونډې هم د ویانا په کوبورګ هوټل کښې ترسره شو او تر نیمې شپې  دوام درلود .

د ویانا خبرو اترو ته اړوند یو(۱) خبر د ایران د خارجه وزارت د اقتصادي ډيپلوماسۍ د مرستیال مهدي صفري ګډون دی چې پرون د ویانا د خبرو اترو په اتم (۸) پړاو کښې د ګډون لپاره د اسټریا پلازمینې ویانا ته ورسید .

یو(۱) بل نوی خبر د ویانا په خبرو کښې د چین د استازي وانګ کوان څرګندونې دي کوم چې پرون کوبورګ هوټل ته له رسیدا مخکې خبریالانو ته د ایران د یوه (۱) نهايي پکیج د وړاندې کیدا خبر ورکړ خو د دغه پکیج یا وړاندیز جزیاتو ته یې هیڅ اشاره ونکړه .

د روسیې استازي میخائیل اولیانوف هم د  ویانا د خبرو اترو له غږملونکي انریکه مورا ، او د فرانسې د انګلستان او د جرمني له استازیو او دغه راز د ایران په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي رابرټ مالي سره د جلا جلا کتنو خبر ورکړ او ویې ولیکل له هغو سره د ویانا د خبرو اترو مخ ته د پرتو لارو په هکله خبرې وشوې .