له بل هروخته زیات یوې ښې نړیوالې موافقې ته نزدې شوي یوو
ایران په ویانا کې خپله ایجنډا مشخصه کړې ده او خپلې سیاسی فیصلې ئې ترسره کړي دي ،او اوس وخت رارسیدلی چې لویدیځوال دې په سیاسی فیصلو کولو سره ، نهائي موافقې ته درسیدا لپاره اقدام وکړي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دایران د اسلامی جمهوریت لوړپوړي مرکچي علی باقري کني بیګاپه ویانا کې د نړیوالو ایټمی خبرواترو په باب پخپل یوه پیغام کې ولیکل ، له اونیو کوټلو خبرواترو وروسته ، له بل هروخته زیات د ۴+۱ ډلې له مرکچي ټيمونو سره یوې ښې موافقې ته ډير نزدې شوي یوو ، البته کله د هر څه په باب سره پخلاشوي نه وو،نو ګواکې دهیڅ شي په باب کومه موافقه نه ده شوې .
باقري کني ووئيل ، له زیات غوښتنې ډډه کول او دتیرو څلورو کلونو تجروبې ته توجه کول ، ددغه هدف دپوره کیدا لازمه ده .
ایران په ویانا کې خپله ایجنډا مشخصه کړې ده او خپلې سیاسی فیصلې ئې ترسره کړي دي ،او اوس وخت رارسیدلی چې لویدیځوال دې په سیاسی فیصلو کولو سره ، نهائي موافقې ته درسیدا لپاره اقدام وکړي .
داپه داسې حال کې دي چې دروسیې د ایټمي خبرواترو دمرکچي ټيم مشر میخائيل اولیانوف هم د ایران په چارو کې دامریکا له ځانګړي استازي راب مالې سره د لیدوکاتو د عکس په خپرولو سره پخپل تویټ کې لیکلي دي ،کوټلي مشورې له کوم ځنډ پرته هماغه راز روانې دي . له دې سره په یووخت د امریکا د خارجه وزارت ویندوي نډ پرایس بیګا په یولړ څرګندونو کې ووئيل د پیچلو خبرواترو په وروستیو مرحلو کې یوو او البته باید یو ځل بیا ووایم چې د ویانا دخبرو اترو په باب به د ایران او ارمیکا مستقیمې خبرې اترې دمونږ په ګټه وي .
داپه داسې حال کې دي چې د ایران اړونده مسئولانو په کرتو وئيلی دي ،دایران اسلامی جمهوریت په یوه واحد متن کې او د ویانا دخبرواترو دموافقې په نهائي متن کې دخپلو ملی ګټو له ضمانت او د خپلو روا غوښتنو له لحاظ کولو پرته بل هیڅ شی نه تعقیبوي او د ایران دا سیاست ، له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په وتلو کې د امریکاد بد عهدۍ او د ایران دملی ګټو د نه تضمینیدا دتجروبې په سبب تل پاتې دی.