د ویانا له مذاکراتو څخه ناسمو راپورنو ته د ایران غبرګون
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ویانا له مذاکراتو څخه د ناسمو راپورنو په غبرګون کې تاکېد وکړ چي برجام نړیوالي ایټمي موافقې ته د امریکا د راستنېدو موافقه له ناسمو او تحریف شویو راپورنو سره به زیات توپیر ولري.
څو ساعته وړاندې د رویټرز خبري اژانس د ویانا د مذاکراتو د ۲۰ پاڼو موافقه لیک ته د لاسرسي موندلو په ادعا سره، د موافقې پر بنیاد د هر یو لوري د اجرایي اقداماتو د معلومېدو خبر ورکړ.
د ایران پرس له راپور سره سم، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په خپل ټوییتر کې د دې په بیانولو چي د رسنۍ تر پوښښ لاندې د ناسمو معلوماتو خپراوی خطرناکه کار دی، زیاته کړه: د مذاکراتو وروستیو ورځو ته په رسېدو سره باید د لازیاتو ناسمو او چټي راپورنو په تمه ووسو. د فرانسي، جرمني، برتانیې، روسیې او چین سره د ایران د اسلامي جمهوریت ایټمي مذاکرات اتم پړاو د سیاسي پرېکړو لپاره تر یوې دمې وروسته د تیري اوونۍ له سې شنبې ورځي څخه له سره پیل شوی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي چي د ویانا په مذاکراتو کې د ایران وړاندیزونه موافقې ته لاره هواره کړې لیکن د موافقې بشپړه کېدا د لوېدیځو هیوادونو له مسئولانه کړچار سره تړاو لري.