د ایران او د اروپا چارواکو په ویانا کښې خبرې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112444-د_ایران_او_د_اروپا_چارواکو_په_ویانا_کښې_خبرې_کړي_دي
ایسنا خبري اژانس وايي د ویانا د خبرواترو په اتم پړاو کښې د سلامشورو په دوام کښې د ایران لوړرتبه مرکچي علي باقري کني د اروپايي اتحادیې له غږملونکي انریکه مورا سره کتنه او خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 19, 2022 02:40 Asia/Kabul
  • د ایران او د اروپا چارواکو په ویانا کښې خبرې کړي دي

ایسنا خبري اژانس وايي د ویانا د خبرواترو په اتم پړاو کښې د سلامشورو په دوام کښې د ایران لوړرتبه مرکچي علي باقري کني د اروپايي اتحادیې له غږملونکي انریکه مورا سره کتنه او خبرې وکړې .

د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي مشر علي باقري کني او د اروپايي اتحادیې غږملونکي انریکه مورا پرون په ویانا کښې له یوبل سره خبرې وکړې او په خبرو کښې د پاتې مسائیلو په هکله یې د نظر تبادله وکړه .

په تیرې پنجشنبې ورځې هم د ایران د لوړرتبه مرکچي او د دریو اروپايي هیوادونو استازیو په ویانا کښې غونډه کړي وه  .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان هم د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاس له مسوول جوزپ بورل سره ټیلي فوني خبرو ته په اشارې سره وویل د ایران د پلاوي نوښت په ویانا کښې موافقه ممکنه کړي ده خو د نهايي موافقې ترلاسه کول د لویدیځې لوري له مسوولانه کړچار سره اړه لري .