په ایران کې د کرونامنحوس ویروس نور ۲۴۲کسان قربانی کړل
په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې درې لکه نولس زره څلور سوه ډوزه کرونا واکسن هم پچکاري شوی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران دروغتیائي چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره ووئيل ، په تیرو شواروز کې په کرونا ویروس د ککړتیا له امله د نورو دوه سوه دوه څلویښت کسانو په مړینې سره تر دې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر یولک پنځه دیرش زره څلویښت تنو ته ورسید .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې دتشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په درست هیواد کې په کرونا ویروس نور شپاړس زره نهه سوه اوه شپیته کسان ککړ شوي ، چې له دوي سره په ایران کې ټول ټال دکرونائي ککړو کسانو شمیر شپږمیلیون نهه لکه دوه څلویښت زره څلور سوه پنځوسو تنو ته رسیدلی دی همداراز په درملنې پسې تر دې دمه شپږ میلیون څلور لکه نهه اتیا زره نهه سوه شل کسان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .
همداراز په راپور کې وئيل شوي دي ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې درې لکه نولس زره څلور سوه ډوزه کرونا واکسن هم پچکاري شوی دی .