ایران د فلسطین د مظلومو خلکو ملاتړی دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي شورا د فلسطین له انتفاضې د ملاتړ د نړیوال کانفرنس عمومي منشي سید مجتبی ابطحي پرون د ایران د اسلامي جمهوریت له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتنه او خبرې وکړې .
د ایران اسلامي جمهوریت د فلسطین د مظلومو خلکو اصلي ملاتړی دی .
د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو تل ټینګار کړی دی ایران د فلسطین د ملت او د غزې تړانګې د اتل مقاومت په څنګ کښې ولاړ دی او ولاړ به وي .
سید مجتبی ابطحي او د حسین امیر عبداللهیان په دغه کتنه کښې د فلسطین د بدلونونو او د فلسطین د ملت د جایزو حقوقو د پرځایښت لپاره له نړیوالو ظرفیتونو څخه د استفادې په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .
د فلسطین د حماس غورځنګ نامتو غړي سامي ابوزهري هم څه موده مخکې وویل هغه څه چې د ایران اسلامي جمهوریت له نورو هیوادونو څخه جلا کوي د فلسطین له ایډیل څخه د تهران روښانه او په ډاګه ملاتړ دی .
د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه هم په دې خبرې ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت تل د فلسطین د خلکو او د مقاومت ډلو ملاتړ کړی دی وویل ایران د هغه قدرت په پیاوړتیا کښې چې نن سبا یې حماس غورځنګ لري اساسي رول لرلی دی .