دښمنان اسلامي نظام ته د زيان رسولو کوشش کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112696-دښمنان_اسلامي_نظام_ته_د_زيان_رسولو_کوشش_کوي
د ايران د اطلاعاتو وزير وويل چې دښمنان په مختلفو دسيسو سره اسلامي نظام ته د زيان رسولو په تکل کښې دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 25, 2022 04:36 Asia/Kabul
  • دښمنان اسلامي نظام ته د زيان رسولو کوشش کوي

د ايران د اطلاعاتو وزير وويل چې دښمنان په مختلفو دسيسو سره اسلامي نظام ته د زيان رسولو په تکل کښې دي.

په مختلفو سائنس، طب، پوهنتوني، نوې ټېکنالوجۍ، دفاعي او فوځي برخو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له پرمختګونو سره سره له اسلامي ايران سره دښمنۍ لا زياتې شوې او نوي اړخونه يې پېدا کړي دي

د اېرنا د رپوټ له مخې حجت الاسلام والمسلمين سيد اسماعيل خطيب پرون د دې په بيانولو سره چې دښمن هره ورځ د اسلامي نظام په خلاف په نوي چلول او دسيسې سره راڅرګنديږي وويل: ترڅو چې اسلامي نظام ټينګ ولاړ وي د استکبار ، استعمارګرو او فتنه ګرو دښمني دوام لري، ځکه چې دوي د اسلام ، د انقلاب او د شهيدانو د وينې دښمنان دي.

هغه واضحه کړه،د ايران د خلقو په خلاف  بائيکاټونه، معيشتي  مشکلات، تپلے جنګ،او نور غليمانه اقدامات د اسلامي نظام په خلاف د دښمنانو د غليمانه اقدامات ځينې نمونې دي.

د ايران د اطلاعاتو وزير تاکيد وکړ، د اسلامي نظام په خلاف د دښمنانو هر ډول دسيسې په صبر او استقامت سره شنډول کيږي.