Mar 01, 2022 11:28 Asia/Kabul
  • په مشهد کښې د بعثت اختر جشنونه ولمانځل شول

زمونږ خبریال وايي د ایران په مشهد کښې د حضرت امام رضا علیه السلام سپیڅلی زیارت د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د بعثت په مناسبت په خوشحالۍ کښې ډوب دی .

نن د سې شنبې ورځ د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ د میاشتې لومړۍ او  د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د رجب د میاشتې اوویشتمه نیټه ده چې د پیامبر اعظم صلی الله علیه واله وسلم وسلم له بعثت سره سمون خوري .

د مبعت اختر داسې ورځ ده چې حضرت محمد (ص) په څلویښت کلنۍ کښې په «حرا »غار کښې د متعال خدای لخوا د جبرائیل علیه السلام په ذریعې وحي سره پیغمبر غوره شو .

د ایران په مشهد کښې د شیعه مسلمانانو د اتم امام حضرت رضا علیه السلام سپیڅلی حرم د ایران او د اسلامي نړۍ له نورو ښارونو سره په یووخت په خوشحالۍ او خوښې کښې ډوب دی او خلکو جشنونه ترسره کړل .

د امام رضا علیه السلام زیارتوال او ګاونډیان په دغه سپیڅلي حرم کښې راغونډ شوي دي چې د ستر اسلامي عید د بعثت اختر او د توحید د نه ختمیدونکی برکت د سرچینې په هکله جشن ولمانځي .

په ټول اسلامي ایران کښې بیګا هم خلکو د بعثت د نیکمرغه اختر په مناسبت جشنونه وکړل ، شیرینې  او شربتونه یې وویشل .

د ایران د راډیو او ټیلي ويژن اداره صداوسیما د بعثت د نیکمرغه اختر په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو دوستانو ته د زړه له کومې مبارکي وايي .

 

ټیګونه