جنرال واحدي اوجنرال باجوا په پنډۍ کې کتنه وکړه
د ایران اوپاکستان دفاعی اړیکی تل په لوړه سویه کې دي او د دواړو هیوادونو د پوځ د درستیزوالانو او لوړو قوماندانانو ډیر سفرونه ، د ګډو سمندری مانورو ترسره کولو لپاره موافقې د دغې چارې سمبولونه دي .
د ایران د اسلامي جمهوریت د هوایی ځواک قوماندان حمید واحدی پاکستان ته د رسمی سفر په څلورمه ورځ د دغه هیواد د پوځ له قوماندان جنرال باجوا سره کتنه او دوه اړخیزه ملګرتیاو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړې .
د ایران اوپاکستان دفاعی اړیکی تل په لوړه سویه کې دي او د دواړو هیوادونو د پوځ د درستیزوالانو او لوړو قوماندانانو ډیر سفرونه ، د ګډو سمندری مانورو ترسره کولو لپاره موافقې د دغې چارې سمبولونه دي .
جنرال واحدی له جنرال باجوا سره په دغه کتنه کې په وروستیو دریو ورځو کې له پاکستانی چاوراکو سره خپلو کتنوته په اشارې سره د سیمې او اسلامي نړۍ د دو اغیزشیندونکیو هیوادونو په توګه د ایران او پاکستان ترمینځ دفاعی اوبوځی ملګرتیاو پیاوړتیا مهمه وبلله .