جنرال واحدي اوجنرال باجوا په پنډۍ کې کتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112924-جنرال_واحدي_اوجنرال_باجوا_په_پنډۍ_کې_کتنه_وکړه
د ایران اوپاکستان دفاعی اړیکی تل په لوړه سویه کې دي او د دواړو هیوادونو د پوځ د درستیزوالانو او لوړو قوماندانانو ډیر سفرونه ، د ګډو سمندری مانورو ترسره کولو لپاره موافقې د دغې چارې سمبولونه دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2022 09:08 Asia/Kabul
  • جنرال واحدي اوجنرال باجوا په پنډۍ کې کتنه وکړه

د ایران اوپاکستان دفاعی اړیکی تل په لوړه سویه کې دي او د دواړو هیوادونو د پوځ د درستیزوالانو او لوړو قوماندانانو ډیر سفرونه ، د ګډو سمندری مانورو ترسره کولو لپاره موافقې د دغې چارې سمبولونه دي .

د ایران د اسلامي جمهوریت د هوایی ځواک قوماندان  حمید واحدی پاکستان ته د رسمی سفر په څلورمه ورځ د دغه هیواد د پوځ له قوماندان جنرال باجوا سره کتنه او دوه اړخیزه ملګرتیاو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړې .

د ایران اوپاکستان دفاعی اړیکی تل په لوړه سویه کې دي او د دواړو هیوادونو د پوځ د درستیزوالانو او لوړو قوماندانانو ډیر سفرونه ، د ګډو سمندری مانورو ترسره کولو لپاره موافقې د دغې چارې سمبولونه دي .

جنرال واحدی له جنرال باجوا سره په دغه کتنه کې په وروستیو دریو ورځو کې له پاکستانی چاوراکو سره خپلو کتنوته په اشارې سره د سیمې او اسلامي نړۍ د دو اغیزشیندونکیو هیوادونو په توګه د ایران او پاکستان ترمینځ دفاعی اوبوځی ملګرتیاو پیاوړتیا مهمه وبلله .