د اکراین د بحران په سوله ایز حل باندې د ایران تاکید
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د سیاسي لارو چارو په مټ د اکراین د بحران په هوارولو تاکېد وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سره صلیب د نړیوالي کمیټې له مشر پیټر مائورر سره په تماس کې ویلي: جګړه د حل لاره نه ده او ایران د اکراین د بحران په پیلېدو سره په دغه هیواد کې د ایراني وګړو د ملاتړ هلي ځلي پیل کړي.
هغه د سره صلیب د نړیوالي کمیټې له فعالیتونو څخه په قدرونې سره، د افغانستان او یمن حالات سخت وباله او یادو هیوادونو ته د لا زیات بشري مرستو په لېږدولو تاکېد وکړ.
د سره صلیب د نړیوالي کمیټې مشر له روسي او اکرایني چارواکو سره د وژل شویو سربازانو او اسیرانو مبادلې او د بشري مرستو د لېږدولو په هکله سلامشورو ته په اشارې سره یادونه وکړه چي په اکراین کې حالات نور سخت شوي دي.
هغه افغانستان او یمن ته د ایران د سره میاشت له مرستو څخه په هرکلي سره، په ایران کې افغان کډوالو ته له رامینځ ته شویو سهولتونو او د ایران له میلمه پالنې قدرونه وکړه.
دواړو لورو موافقه وکړه چي د سره صلیب د نړیوالي کمیټې د طبي نیروګانو تر څنګ د ایران د اسلامي جمهوریت د سره میاشت د کمیټې ډاکټران هم د اکراین په سرحدي سیمو کې ځای پر ځای شي او د بې ځایه شویو ملاتړ وکړي.