د ایران او 4+1ډلې خبرې اترې نهائي مرحلې ته په رسیدادي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113032-د_ایران_او_4_1ډلې_خبرې_اترې_نهائي_مرحلې_ته_په_رسیدادي
درست پلاوي  د اختلافاتو دختمیدا  او نهائي مرحلې ته د نزدیکیدا خبره کوي  چې  البته  بیا هم وئيل کیږي ، چې ځيني اساسی اختلافات هماغه راز پخپل ځاي پاتې دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 05, 2022 02:09 Asia/Kabul
  • د ایران او 4+1ډلې خبرې اترې نهائي مرحلې ته په رسیدادي

درست پلاوي  د اختلافاتو دختمیدا  او نهائي مرحلې ته د نزدیکیدا خبره کوي  چې  البته  بیا هم وئيل کیږي ، چې ځيني اساسی اختلافات هماغه راز پخپل ځاي پاتې دي .

 فارس خبری آژانس راپور ورکړ، په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ  دجامعې نړیوالې ايټمي موافقې د  خبرواترو د اتم پړاؤ په دوام کې  دایران  او روسیې مرکچي ټيمونو  پرون ناوخته  په ویانا کې دوه اړخیزه غونډه هم جوړه کړې ده .

راپورونه ښئ   درست پلاوي  د اختلافاتو دختمیدا  او نهائي مرحلې ته د نزدیکیدا خبره کوي  چې  البته  بیا هم وئيل کیږي ، چې ځيني اساسی اختلافات هماغه راز پخپل ځاي پاتې دي .

دایران اسلامی جمهوریت  چارواکو تل ټینګار کړی ، چې هرڅومره مقابل لوری د  یو اړخیزو او غیر قانوني بندیزونو دختمولو لپاهر  لازیات جدي چمتووالی ولرل شي او  دبایکاټونو په لغوه کولو کې د ایران   دنظر وړ لارې چارې دمنلو لپاره  لا جدي اراده  ولرل شي و نو  نهائي موافقې ته د رسیدا وخت به لازیات لنډ شي .

داپه داسې حال کې دي چې بیګا  د ایران او روسیې د مرکچي ټيم  ترمینځ  مشورې او خبرې اترې شوي  چې وئيل کیږي ،  نهایتا روانه اونۍ به دغه خبرې اترې  ممکنه ده پاي ته ورسیږي .  له دې مخکې د ایران د مرکچي ټيم مسئول علی باقري  د درو اروپائي هیوادونو دمرکچي ټيم  او دخبرواترو له غږملونکي  آنریکا مورا سره  کتنه او خبرې اترې کړي دي .