د ایران او د روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو سلامشورې
Mar 08, 2022 02:29 Asia/Kabul
د ایران او د روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو پوه یوه ټلفوني تماس کې په ویانا کې د بندیزونو د لیري کېدو او ایټمي مسالې او د سیمي او نړۍ د حالاتو په هکله سلامشورې وکړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف له خپل ایرانی سیال امیر حسین عبداللهیان سره خپلو خبرو ته په اشارې سره، وویل: د برجام د نړیوالي موافقې په بیا راژوندي کېدو سره، د دې موافقې ټول اړخونه له توپیر پرته په ټولو زمینو کې د پرمختګ لپاره همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه چي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د اکراین او د سوریې په هکله سلامشورې کړي دي.
ټیګونه