ایران له افغانستان سره له هیڅ مرستې ډډه نده کړی
ایران زما د ولسمشرۍ په وخت کې د افغان ولس بهترین دوست وو او د دغه هیواد له خلکو سره یې له هیڅ مرستې ډډه نده کړی او په هر وضعیت کې د افغانستان ملګرې وو .
د افغانستان پخوانی ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چی افغانستان تل له اسلامی ایران سره بهترینې اړیکي درلودلی دی زیاته کړه ایران د افغانستان له حکومت او ملت سره له هیڅ مرستې ډډه نده کړی .
حامد کرزی په کابل کې زمونږ له خبریال سره په ځانګړی مرکه کې د ایران او افغانستان د اړیکو او دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا د زمینو په اړه وویل ایران زما د ولسمشرۍ په وخت کې د افغان ولس بهترین دوست وو او د دغه هیواد له خلکو سره یې له هیڅ مرستې ډډه نده کړی او په هر وضعیت کې د افغانستان ملګرې وو .
کر زی د افغانستان له ولس سره د اسلامی ایران ډیرو مرستو ته په اشارې سره زیاته کړه په وروستیو دو لسیزو کې چی امریکا او ناټو په افغانستان کې موجود وو ، له امریکا او ناټو سره د ایران اختلافاتو سره سره د تهران او کابل اړیکی په لوړه سویه کې وې .
کرزی د ستمبر د ۱۱ نیټې د حملې د وژل شویو کورنیو لپاره د افغانستان د شتمنیو بیلول یو ظالمانه ، ناسم عمل او ښکاره ظلم وباله ځکه د افغانستان خلک د ترهه ګرۍ قربانیان دي . ده جوته کړه د ستمبر د ۱۱ په حمله کې افغانان حتی له دغې حملې خبر هم نه وو او په هغې کې یې هیڅ ډول ګډون نه وو درلودلې ، پر دې اساس د بیسو اخیستل یو ظالمانه عمل دې او امریکا باید د افغان ولس پیسې ستنې کړي .