ایران د سوریې په پلازمینې دمشق برید وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113210-ایران_د_سوریې_په_پلازمینې_دمشق_برید_وغاند
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د دمشق په خوا کښې په توغندوي حملې کښې د صهیونیسټ رژيم له تیریګر ، نیواکګر او ترهګر خوې څخه سرچینه اخیستونکی جنایتکارانه اقدام وغاند .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 09, 2022 11:40 Asia/Kabul
  • ایران د سوریې په پلازمینې دمشق برید وغاند

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د دمشق په خوا کښې په توغندوي حملې کښې د صهیونیسټ رژيم له تیریګر ، نیواکګر او ترهګر خوې څخه سرچینه اخیستونکی جنایتکارانه اقدام وغاند .

هغه د سوریې د پلازمینې دمشق په خوا کښې په یوې سیمې باندې توغندوي حملې کښې د صهیونیسټ رژيم له جنایت وروسته چې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د حرم د دوو دفاع کونکو د شهادت سبب شو د صهیونیسټ د ماشوم وژونکي رژیم عملیاتو او سپين سترګي توب ته په پریکنده ځواب ورکولو ټينګار وکړ .

سعید خطیب زاده وویل د انساني ضد جنایتونو په وړاندې د اسرائیلو د اپارتایډ رژیم د ځواب ورکونکي کول په سیمه کښې د  مقاومت د چورلیز هدفونه دي .

د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکې په دوامداره توګه د لبنان له هوايي حریم یا د جولان له نیواکې لوړو په استفادې سره په سوریې کښې په ځینو سیمو توغندوي حملې کوي .

په لبنان کښې د ملګروملتونو دیره سوله ساتي ځواکونو په ځلونو ویلي دي چې صهیونیسټ رژيم هره ورځ د ملګروملتونو د پریکړه لیکونو خلاف ورزۍ کوي او د لبنان په هواي حریم تیری کوي .