اینسټاګرام پاڼې د ایران د یوه مسوول پاڼه وتړله
زمونږ خبریال وايي اینسټاګرام اینټرنیټ پاڼې د بیان د ازادۍ په خلاف ورزۍ کولو سره د ایران د حکومت د اطلاعاتو د شورا د مشر او د ویاند علي بهادري جهرمي شخصي پاڼه چې اتیا زره تعقیبوونکي یعني فالوورز (Followers) یې لرل وتړله .
د ایران د حکومت د ویاند د اینسټاګرام اینټرنیټ پاڼې تړل کیدل د حضرت امام حسین علیه السلام د نیکمرغه زوکړې او د پاسدار د ورځې د مبارکۍ د پیغام له خپریدا وروسته ترسره شول .
په تیرو څو ورځو کښې اینسټاګرام اینټرنیټ پاڼې د ایران د اسلامي کلتور او د ارشاد وزیر او د ارتباطاتو د وزیر په شان د حکومت د ځینو غړیو اینټرنیټې پاڼې تړلي وې .
دغه اقدام چې د بیان د ازادۍ خلاف ورزۍ ده په داسې حال کښې ترسره کیږي چې د تاوتریخوالي ، د اقتصادي غلا ، د اخلاقي او د جنسي برمنډتوب او د ایران د ایڼټرنیټ د استعمالوونکو د خصوصي حریم د خلاف ورزۍ دودول تل د اینسټاګرام لخوا ملاتړ کیږي او د امریکا د رسنیو لخوا هیڅ ډول غبرګون نه ښودل کیږي .
د ویلو ده لویدیځ هیوادونه په تیره بیا امریکا تل ځان د بیان د ازادۍ مدعي ګڼي تل د نورو هیوادونو اینټرنیټ پاڼې بندوي او هغه سانسور کوي .
د امریکا او د لویدیځو هیوادونو په دغه دوه ګوڼه کړچار د ایران او د نړۍ د مسلمانانو لخوا اعتراض شوی دی .