د اسلامي بشري حقوقو د انسائیکلوپیډیا جوړول ضروري دي
د ایران د بشري حقوقو د کمیټې منشي په نړیوال ډګر کښې د بشري حقوقو د لاروچارو قصدي غفلت او له دې موضوع سره د لویدیځ دوه ډوله سلوکونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د د اسلامي بشري حقوقو انسائیکلو پیډیا برابریږي
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د بشري حقوقو د کمیټې منشي کاظم غریب آبادي پرون د ګډې ملګرتیا (د اسلامي بشري حقوقو د هوکړې) د لاسلیکیدو په غونډه کښې وویل: اسلامي بشري حقوق داسې مهمه موضوع ده چې په نړیوال ډګر کښې ورڅخه غفلت شوی دی او که څه هم بشري حقوق له شلمې پيړۍ څخه د نړیوالو اسنادو په قالب کښې مطرح شوي دي خو حقیقت دا دی چې بشري حقوقو یو لویدیځ او نوی محصول نه دی بلکې جرړه یې په الهي دینونو په تیره بیا د اسلام په مبین دین کښې ده.
هغه د اسلامي بشري حقوقو لپاره پنځه اړخیزې هوکړې ته په اشارې سره زیاته کړه: د موجودو ظرفیتونو په راغونډولو سره باید د اسلام د مبین دین لاسته راوړنې او تعملیات نړیوال ډګر ته بیان کړو.
کاظم غریب آبادي هم داشان وویل: بشري حقوق او د نړۍ د مسلمانانو او مظلومانو د حقوقو له دفاع څخه غفلت شوی دی او په بشري حقوقو کښې د دوه مخو کړچارونو غوره کیدل د منلو وړ نه دي.
د ویلو ده چې د ګډې ملګرتیا (د اسلامي بشري حقوقو تفاهم لیک) پرون د اهل بیتو علیهم السلام د نړیوالې ټولنې، د بشري حقوقو د کمیټې، د جامعة المصطفی العالمیه، د ایران د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د ادارې او د اسلامي مذهبونو د نزدېکت د نړیوالې ټولنې ترمینځ لاسلیک شوه.