د ایران د تیلی صنعت ملی ورځ دې پر ټولو مبارک وي
نن د کب دمیاشتې نهه ویشتمه نیټه د ایران د تیلی صنعت دملي کیدا کلیزه ده چې دغه ورځ په درست ایران کې په پرتم سره لمانځل کیږي .
یو اویا کاله مخکې دایران په سیاسی تاریخ کې یوه مهمه پيښه رامینځةشوه ، او دایران دتیلو د صنعت ملی کیدا د یوې سختې او له ډيرو ټيټو هسکو ډکې مبارزې او تاریخي پاڅون نتیجه وه .
د ایران دتیلی صنعت د ملی کیدا پلان د ۱۹۵۱کال د مارچ په شلمه نیټه د ایران په پارلیمان کې دتیلو د کمیشن د غړو په وړاندیز سره تصویب شو او دایران تیل په رسمي توګه ملی شول .
د ایران د تیلو دصنعت په ملی کیدا سره له یوه تاؤتریخجن سیاسی پړاؤ وروسته ، د ایران د تیلو له صنعته د انګریزانو لاسونه غوڅ شول او دا موضوع له سیمې د انګریزانو دسوکه سوکه وتلو پيلامه شوه .
د ایران دتیلو د صنعت ملی کیدا همداراز د لویدیځي آسیا سیمې د سیاسی بدلونونو په تاریخ کې د بدلانۀ پيچومی ؤ .
د جمال عبدالناصر په رهبرۍ په مصر کې هم د سویز اوبلارې ملی کیدا د ایران دتیلو دصنعت له ملي کیدا بیلګه واخسته او یو انقلاب ئې رامینځةکړ