سپرلی د هیلې بیلګه دی او خزان تلونکی دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښودحضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د ایران له ملت سره د ټیلي ویژن او راډیو له لارې ژوندې وینا کښې په دې خبرې سره چې د ټولو حرکتونو او پرمختګونو سرچینه هیله ده وویل:
:ویناوال او لیکوالان په خلکو کښې هیله رامینځته کړي. د هیلې زمینې کمې نه دي پریږدئ چې دښمنان د ایران د خلکو په هیله من کیدا غصه شي .
د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د نوروز په هکله وینا نن مازیګر څلور نیمې بجې له KHAMENEI.IR اینټرنیټ سایټ او د راډیو او ټیلي ویژن چینلونو په ژوندې بڼه خپره شوه. د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود ځینې مهم ټکي په دې ډول دي .
دا ذریم نوروز دی چې د حضرت علي بن موسی الرضا په حرم کښې له شتون څخه محرومه یوو. په همدې خاطر اه همدغه ځایه هغه ته سلام وایو.
د ایران د نوروز او د سپرلي د دغه اختر په هکله ځینې ټکي شته چې کله نه کله مو بیان کړل.
یو ټکی له ذکر ، دعل او معنویت سره د دغه اختر اخښل کیدل دي .
شاید د کال په لومړیو اخترونو کښې په ملتونو کښې بې ساری دی چې د ایران خلک دغه ملي اختر له دعا او عبادت سره یوځایې کوي.
بیګا د نوي کال د سپارل کیدا په وخت د ایران بیلا بیلو خلکو نوی کال په دعا سره نوی کال پیل کړ.
سپرلی د امید بیلګه دی د خزان موسم او د پاڼو د ریژیدا موسم حتما تلونکی اوتاندوالی او راټوکیدل حتمي دي .
بل ټکی د ایران د خلکو د ذوق په هکله دی چې سپرلی یې د نوي کال پیلیدل ګرځولی دی.
سپرلی د هیلې ، د تاندوالي او د راټوکیدا پیغام لري او دغه هیله شعبان د میاشتې لع یو ځایې کیدا سره نړره هم زیاته شوه.
امید د ټړلو حرکتونو او پرمختګونو سرچینه ده.ویناوال او لیکوالان هیله رامینځته کړي.
خدای پاک د ایران د ملت لپاره هیلې سریزې برابرې کړي دي .
د دې علت چې نوي کال په لومړی ورځ اقتصادي بحث مطرح کوو د اقتصاد د اهمیت په خاطر دی او که چیرې اقتصاد له عدالت سره یوځاې وي د پرمختګ ټولې زمینې فعالیږي