د ایران ، افغانستان اوپاکستان مطبوعات
د قطر خارجه وزیر وایی له ایران سره موافقه مهمه چاره ده
د ایران ، افغانستان او پاکستان مطبوعات
جام جم انلاین
د راوپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسول بورل وایی ایټمی موافقې ته ډیر نږدې شوی یو .
د یمن د اسیرانو کمیټۍ مشر وایی یمن او عربستان د څه د پاسه دوه زره بندیانو د مبادلې لپاره موافقه کړی ده .
فلسطیني ډلو ویلی دی د نقب شرمونکی غونډه د فلسطین په شا د خنجر ګوزار دې .
د یوکرین ولسمشر ویلی دی د ناټو یوازې یو فیصده جنګی الوتکو او ټانکونو ته اړتیا لرو نه زیات .
د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي د فلسطین ملت او موضوع ته د عربو رژیمونو خیانتونو ته په اشارې سره ټينګار کړی،ایران د فلسطنیانو یوازینی اصلی ملاتړی دی .
په نیواکي فلسطین کې شهادت غواړې برید صهیونیستانو ته مرګ ژوبله واوړله . د نیواکي فلسطین په الخصیرې ښار کې د یو فلسطیني وګړي په یوه شهادت غواړې برید کې دوه صهیونیستي فوځیان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
په نړیوالو سازمانونو کې د روسیې دایمي استازی وویل اروپایان د ماسکو پرضد د بایکاټونو بایلونکي دي .
د قطر خارجه وزیر وایی له ایران سره موافقه مهمه چاره ده .
د طالبانو مشر هیبت ا... وایی که کولې مو شوې نو د افغانستان هر وګړی ته به مې معاش ورکوه .
د یمن د سیاسي شورا غړی سلطان السامعی ویلي چي یمن د خبرو اترو لپاره چمتو دی او خپل وړاندیز به د پیاوړی دریځ په وسیله سعودی ته وړاندې کړي.
د افغانستان مطبوعات
یادونه کوو چی مونږه د کابل مطبوعات له اینټرنیټه راخلو او محتوا په اړه یې مسولیت پر غاړه نه اخلو .
هشت صبح
د هلمند خلک وایی د ناقانونه درملو د پلور مخه دې ونیول شي
د هلمند د نادعلي، مارجې او ناوې ولسوالیو خلک غوښتنه کوي، چې په دغو ولسوالیو کې دې د ناقانونه درملو د پلور مخه ونیول شي او پېردونکو ته دې د قانون له مخې سزا ورکړل شي. ویل کېږي، چې په دغو ولسوالیو کې ځينې خلک په هټيو او مېله بازار کې په خپل سري توګه درمل پلوري. دغه راز د دغو ولسوالیو ګڼ اوسېدونکي شکایت کوي، چې ان ځينې نامسووله کسان تاریخ تېره درمل پر خلکو پلوري، چې وخت ناوخت خلک د درملنې پرځای د مرګ کندې ته رسوي.
له بلې خوا د هلمند نادعلي، مارجي او ناوې ولسوالیو کې د جمعې پر ورځو خلک مېله بازار جوړوي، چې د لښکرګاه ښار په ګډون له نورو ولسوالیو څخه هم خلک ورځي. دغو مېلو کې د زیات شمېر خلکو له خوا چې ډاکتران نه دي، په خپلسري توګه په هواره ځمکه او خیمو کې تر سره لمر لاندې په ناقانونه توګه درمل پلوري. ورته مهال بیا د هلمند د عامې روغتیا مسوولان وايي، چې د ناقانونه درملو د پلور د مخنیوي په موخه یې کاري ډله ګومارلې ده.
د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی محمدنسیم د عامې روغتیا ریاست له مسوولانو غوښتنه وکړه، چې د ناقانونه درمل پلورونکو مخه ونیسي. نوموړی وايي: «دغې ولسوالۍ کې نامسووله کسان پر خلکو درمل پلوري او هر څوک چې د هر ډول درملو غوښتنه وکړي، دوی یې په خپل سر ورکوي.»
ورته مهال بیا یو درمل پلورونکی چې په خبره یې هېڅ ډول زدهکړې یې نه دي کړي وايي، د دغه ولایت ولسوالیو ته هغه درمل راوړي، چې پرې پوهېږي. نوموړی وایي: «موږ څو ډوله درمل راوړو، هر څوک چې راشي، درمل ورکوو؛ خو رسمي زدهکړې مې کړې نه دي.»
له بلې خوا د هلمند مرکز لښکرګاه کې یو متخصص ډاکټر محمدولي همت وايي، ځينې کسان په ناقانونه توګه په صحرايي مېلو یا نورو هغو ځایونو کې چې د درملتون شرایط یې نه وي پوره کړي، درمل پلورلي. د نوموړي په خبره، خلکو ته له نسخې او په خپل سر د درملو ورکول د ګټې پرځای ګڼې ناروغۍ رامنځته کوي.
د ډاکټر همت په باور، درمل باید په معتدل ځای کې وساتل شي او مسلکي کس د نسخې له مخې ناروغ ته درمل وکړي. نوموړی وايي: «د هر درمل روزنیز پروګرامونه معلوم دي، کوم وخت چې درمل د معالج ډاکټر له لوري ناروغ ته ورکول کېږي، نو باید د درملو ټولې خواوې په پام کې ونیسي. که درمل ورکوونکی کس فارمسيسټ ډاکټر نه وي او په خپل سر خلکو ته درمل ورکړي، بیا ناروغ ته د ګټې پرځای ګڼې ستونزې رامنځته کوي.»
له بلې خوا د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، چې مېله ځایونو او ولسوالیو کې یې د ناقانونه درملو د پلور د مخنیوي په موخه کاري ډله ګومارلې ده. د هغوی په خبره، د هغو کسانو مخنیوی کوي، چې مسلکي نه وي یا په خپل سر درمل پلوري.
د دغه ریاست مسوولانو زیاته کړه: «موږ پلان لرو، چې د ټولو ولسوالیو پلټنه وکړو او هغه درمل چې وخت پرې اوښتی وي، ټول کړو. دغه راز کوم کسان چې مسلکي نه وي او په خپل سر درمل پلوري، له هغوی سره به قانوني چلن وشي او هغه کسان چې مسلکي وي او اسناد ونه لري، اسناد ورکوو.»
د یادونې وړ ده، چې د هلمند ځينو ولسوالیو کې د اوونۍ په بېلابېلو ورځو کې مېله بازار جوړېږي او ډېری خلک په همدغو مېلو کې د کور لپاره د اړتیا وړ توکي پېري. دغه راز ځينې خلک شکایت کوي، چې په دغو مېلهځایونو کې لمروهلي درمل هم له نسخې پرته په ناقانون ډول پر خلکو پلورل کېږي.
مسیر ورځپاڼه
د ملګرو ملتونو امنيت شورا يو ځل بيا د نجونو د ښوونځيو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده
د ملګرو ملتونو امنيت شورا يو ځل بيا په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو پر نه پرانيستل کيدو غبرګون ښوولی دی. د امنيت شورا له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د طالبانو پر هغې پريکړې خواشيني ښوول شوې چې له ژمنې سره سره يې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو پرانيستل تر نامالومې نیټې پورې ځنډولي دي. امنيت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموريت يا يوناما ته دنده سپارلې چې د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره له طالب چارواکو او افغان سياسي لوبغاړو سره خبرې وکړي او د پرمختګونو په تړاو يې دوی ته مالومات ورکړي. طالبانو د نوي کال له پيل سره سم د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانيستلو ژمنه کړې وه، خو په وروستۍ شيبه کې له خپلې ژمنې پر شا شول چې دې چارې په کور د ننه او نړيواله کچه ګڼ غبرګونونه را وپارول.
د پاکستان مطبوعات
ډان ورځپاڼه
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون په اسلام اباد کې دګڼ شمیر خلکو په ټول کې وویل له بهره د حکومت د بدلولو دسیسه روانه ده او مونږه ګواښل شوی یو .
د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان وروسته د پنجاب صوبې اعلی وزیر عثمان بزدارپرخلاف هم د نه باور تحریک داخل کړ .
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلی دی د تحریک عدم اعتماد فیصله به په ۷۲ ساعتونو کې وشی .
د پاکستان د مسلم لیګ قایداعظم څانګې ویلی دی عدم اعتماد تحریک باندې زیاتو سلاو مشورو ته ضرورت دې .
له یوکرین څخه پاکستانی محصلینو یوه ډله راورسیده .
د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو وایی د یوه کس لپاره د ادارو بدنامولو اجازت نه ورکو .
د بلوچستان په سبی کې د امنیتی ځواکونو او ترهه ګرو ترمینځ په نښته کې شيپږ ترهه ګر هلاک او یو عسکر هم شهید او دوه ژوبل شوی دي .