ایران د سیمې ترټولو امن او خوندي هیواد دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114256-ایران_د_سیمې_ترټولو_امن_او_خوندي_هیواد_دی
جنرال حیدري: د ایران اسلامي جمهوریت بې سارې امنیت لري او باید په سیمه کښې د یووالي او ملګرتیا په زیاتولو سره د دښمنانو د دسیسو په وړاندې اودریږو
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Apr 03, 2022 13:00 Asia/Kabul
  • ایران د سیمې ترټولو امن او خوندي هیواد دی

جنرال حیدري: د ایران اسلامي جمهوریت بې سارې امنیت لري او باید په سیمه کښې د یووالي او ملګرتیا په زیاتولو سره د دښمنانو د دسیسو په وړاندې اودریږو

د ایران د اسلامي جمهوریت د ځمکني پوځ قومندان وویل: ایران د سیمې ترټولو امنه هیواد دی او هر تیري ګر چې پرې د حملې نیت وکړي، د ایران د وسله والو ځواکونو له غوڅ ځواب سره به مخامخ شي

جنرال کیومرث حیدري زیاته کړه چې دغو ځواکونو د خپلو یونټونو په ماهیت او هویت کښې ډیر بدلونونه راوستي دي او دا وړتیا لري چې په رضاکارانه توګه ډیر ماموریتونه ومني.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ځمکنیو ځواکونو قومندان په دې خبرې سره چې د پوځ ځمکني ځواکونه د هیواد په ټولو سرحدونو کښې دیره دي، وویل: په پولو کښې د پوځي ځواکونو شتون په دې معنا نه دی چې ګني هیواد ته کوم خطر پيښ دی بلکې دا کار د لازیات چمتووالي او په سرحدونو کښې د اطلاعاتي اشراف په موخه ترسره کیږي.

جنرال حیدري هم داشان وویل: د ایران اسلامي جمهوریت بې سارې امنیت لري او باید په سیمه کښې د یووالي او ملګرتیا په زیاتولو سره د دښمنانو د دسیسو په وړاندې اودریږو.