امریکا باید په چټکۍ سره سیاسي پریکړه وکړي
(last modified Mon, 04 Apr 2022 07:27:48 GMT )
Apr 04, 2022 11:57 Asia/Kabul
  • امریکا باید په چټکۍ سره سیاسي پریکړه وکړي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده ټینګار وکړ که چیرې امریکا پوهه شي ایران له خپلو سرو کرښو نه تیریږي موافقه ډیره نږدې ده .

سعید خطیب زاده نن په څوارلس سوه لومړي(۱۴۰۱) هجري لمریز کال کښې له خبریالانو سره په خپل اونیز خبري کانفرنس کښې وویل که چیرې امریکا غواړي په ویانا کښې موافقه ولري باید په چټکۍ سره خپله سیاسي فیصله وکړي .

هغه د ایران د شرکتونو او کسانو پرضد د امریکا د نویو بندیزونو د لګولو او د ویانا د خبرو اترو د حالت په هکله هم وویل امریکا دا ډول ډیر زیات متناقض اقدامات ترسره کړي دي .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د ایران له یوه هنرمند سره د امریکا د سرحد ساتونکو د ادارې د مامورانو د غیر انساني کړچار په هکله وویل دا له  هغو سلګونو زرو بیلګو یوه  بیلګه ده چې امریکا په تیرو څلویښتو کلونو کښې د ایران د ملت پرضد ترسره کړي دي .

خطیب زاده وویل امریکا ښودلي ده  چې د واشنګټن له نظره هر شی سیاسي دی او هر وخت چې ضروري وګڼي ټول ارزښتونه قرباني کوي چې خپل سیاسي هدفونه مخ ته بوځي او هغه څه چې د امریکا لپاره مهم دي هغه سیاستونه دي چې په واشنګټن او سپینې ماڼۍ کښې د ایران د ملت پرضد پلان شوي دي .

د امریکا خزانې وزارت تیره اونۍ د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د واشنګټن د دښمانه اقداماتو په دوام کښې د ایران په څو شرکتونو او یوه سړي بایکاټونه ولګول .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل هغه څه چې په ویانا کښې روان دي د امریکا د کړچار په وجه دي او امریکا هڅه کوي پاتې موضوعګانې د خپلو داخلي مسائیلو ښکار کړي او ایران او د ایران خلک تر اخره پورې صبر نشي کولای .

هغه وویل د بندیانو موضوع هم د امریکا په اقداماتو پورې اړه لري .

سعید خطیب زاده دغه راز د افغانستان په ښځو او انجلیو باندې د دباونو په هکله د ایران د دریځ په اړه وویل د افغانستان سرپرست حکومت باید مسوولیت منونکی ووسي او ټول هیوادونه باید هڅه وکړي افغانستان له دغه پړاو  څخه تیر شي .