ایران په اوکراین کښې په سیاسي لارې د تمرکز غوښتونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114436-ایران_په_اوکراین_کښې_په_سیاسي_لارې_د_تمرکز_غوښتونکی_دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اوکراین کړکیچ ته په اشارې سره د بایکاټ او د جنګ د مردود بللو په ترڅ کښې وویل ایران په اوکراین کښې په سیاسي لارې چارې د تمرکز غوښتونکی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2022 00:10 Asia/Kabul
  • ایران په اوکراین کښې په سیاسي لارې د تمرکز غوښتونکی دی

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اوکراین کړکیچ ته په اشارې سره د بایکاټ او د جنګ د مردود بللو په ترڅ کښې وویل ایران په اوکراین کښې په سیاسي لارې چارې د تمرکز غوښتونکی دی .

هغه د هنګري د بهرنیو چارو له وزیر پیټر سیارتو سره په ټيلي فوني خبرو کښې د دغه هیواد د پارلمان په انتخاباتو کښې د  فیدس واکمن ګوند د بریالیتوب د مبارکۍ په ترڅ کښې له هنګري هیواد سره د اړیکو د پراخولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالی او په بیلابیلو  حوزو کښې د دواړو هیوادونو د دوهم ګډ اقتصادي  کمیسیون د موافقو عملیاتي کیدل اعلان کړل .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د ویانا د خبرو اترو په هکله هم وویل د ایران نوښتونو ته په پام سره په خبرو کښې مهم پرمختګونه شوي دي خو اوس هم د ایران او د امریکا ترمینځ ځینې مهمې موضوګانې پاتې دي او د اروپايي اتحادیې د لوړرتبه مرکچي په وسیله د دغو موضوګانو په هکله د پیغامونو تبادله کیدل دوام لري .

د هنګري خارجه وزیر پیټر سیارتو هم د ویانا د خبرو اترو په هکله هیله وکړه چې د ټولو لورو په رغنده کړچار سره موافقه ترلاسه شي .

هغه وویل د نهايي  موافقې د ترلاسه کیدا لپاره د ایران رغنده کړچار ډیر ارزښمن دی .