اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د ایران په هکله نوي ادعا کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114444-اټومي_انرژۍ_نړیوال_اژانس_د_ایران_په_هکله_نوي_ادعا_کړي_ده
ایرنا خبري اژانس وايي د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پرون په یوه راپور کښې ادعا وکړه چې ایران د سانټري فیوژونو د پرزو د جوړولو ټول ماشینونه له کرج تاسیساتو څخه د نطنز مرکز ته انتقال کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2022 00:50 Asia/Kabul
  • اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د ایران په هکله نوي ادعا کړي ده

ایرنا خبري اژانس وايي د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پرون په یوه راپور کښې ادعا وکړه چې ایران د سانټري فیوژونو د پرزو د جوړولو ټول ماشینونه له کرج تاسیساتو څخه د نطنز مرکز ته انتقال کړي دي .

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د واکمنۍ شورا د غړیو هیوادونو لپاره په یوه پټ راپور کښې چې رویټرز خبري اژانس هغه لیدلی دی لیکلي دي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس پلټونکو د روان میلادي کال د وري د میاشتې په پینځلسمه نیټه تائید کړه چې د ایران په نطنز کښې دغه تجهیزات د اټومي انرژۍ  د نړیوال اژانس لخوا مهر(ټپه وهل شوي ) شوي او فعال نه دي .

د رویټرز خبري اژانس د راپور پراساس دغه بدلون د همغو پرزو د جوړولو لپاره د ایران په اصفهان کښې د نورو تاسیساتو له جوړیدا شپږ اونۍ وروسته ترسره شوی دی خو هغه موافقې ته په پام سره چې وايي اټومي انرژۍ نړیوال اژانس حاضردمه د ایران په اټومي تاسیساتو کښې د لګیدلیو کیمرو معلومانو ته لاسرسی نلري د اصفهان په تاسیساتو کښې د سانټري فیوژونو د جوړولو د تائیدیدا  امکان نشته .

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په راپور کښې ویل شوي دي چې دغه اژانس نشي کولای د کیمرو لخوا ضبط شویو اطلاعاتو او معلوماتو ته لاسرسي پرته تائید کړي چې د ایران د اصفهان په مرکز کښې د سانټري فیوژونو د جوړولو کار پیل شوی دی او که نه .

په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران د دایمي  نمایندګۍ سرپرست «محمد رضا غائبي» هماغه وخت ویلي وو تر هغه وخته چې امریکا  بیا د اټومي تړون  اجرا ته ورستنه نشي  اړونده اطلاعات به د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته ورنکړي او دغه اطلاعات به له ایران سره ذخیره وي .