امریکا دې د ایران د روا اندیښنو ځواب ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114490-امریکا_دې_د_ایران_د_روا_اندیښنو_ځواب_ورکړي
چین: امریکا باید د ایران په اوسنۍ ایټمي مسئلې کښې د ګرم لوري په توګه زرترزره سیاسي فیصله وکړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2022 03:34 Asia/Kabul
  • امریکا دې د ایران د روا اندیښنو ځواب ورکړي

چین: امریکا باید د ایران په اوسنۍ ایټمي مسئلې کښې د ګرم لوري په توګه زرترزره سیاسي فیصله وکړي

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د برجام د راژوندي کولو په ضرورت باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: امریکا باید د ایران په اوسنۍ ایټمي مسئلې کښې د ګرم لوري په توګه زرترزره سیاسي فیصله وکړي او په فعاله توګه دې د ایران روا اندیښنو ته ځواب ورکړي

ایرنا پرون لیکلي چې ژائو لیجیان د بندیزونو د ختمولود مذاکراتو په هکله د خبرواترو لپاره د چارشنبې په ورځ د جرمني، فرانسې او بریتانیا له خارجه وزیرانو سره د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن د کتنې او په دې هکله د بیجنګ د دریځنیونې په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې څرګند کړه: د برجام موافقې د راژوندي کولو لپاره خبرې اترې فاینل مرحلې ته رسیدلې دي، ټول لوري د موافقې د دوباره فعالیدو لپاره د متن د برخو په سر یو نظر ته رسیدلي دي او ډیر لږ مواردو پاتې دي چې باید حل شي.