د ایران سپاه پاسداران ځواک د اسرائیلو جنایتونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114786-د_ایران_سپاه_پاسداران_ځواک_د_اسرائیلو_جنایتونه_وغندل
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د نوي انتفاضې رامینځته کیدل او د مقاومت او مبارزې په میدان کښې د فلسطین د ځوان نسل زړور او حماسي شتون د صهیونیسټ رژيم او د هغه د سیمه ییزو او له سیمې د ورهاخوا ملاتړو هیوادونو لپاره خپسکه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2022 00:12 Asia/Kabul
  • د ایران سپاه پاسداران ځواک د اسرائیلو جنایتونه وغندل

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د نوي انتفاضې رامینځته کیدل او د مقاومت او مبارزې په میدان کښې د فلسطین د ځوان نسل زړور او حماسي شتون د صهیونیسټ رژيم او د هغه د سیمه ییزو او له سیمې د ورهاخوا ملاتړو هیوادونو لپاره خپسکه وبلله .

د ایران د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک سپاه پاسداران په یوې خبر پاڼه کښې وویل د الاقصی جومات پرضد د صهیونیسټ رژیم نوي جنایتونه او تیریګر اقدامات چې د صهیونیسټ رژیم په مرکزیت کښې د فلسطیني غیرتمنو ځوانانو او د مومنو مجاهدانو د وروستیو ورځو له شهادت غواړو عملیاتو وروسته زیات شوي دي د نوي انتفاضي له رامینځته کیدا د صهیونیسټ رژیم د ویرې او ډار  د فلسطین ځوانانو او نوځوانانو ته د فلسطین د ملت د مبارزې د ژورتیا او د صهیونیسټ رژیم پرضد د مقاومت د وسونو او د ظرفیتونو د پیاوړي کیدا ښودنه کوي .

د ایران سپاه پاسداران ځواک د فلسطین بدلونونو او په الاقصی جومات او نورو نیواکي ټاټوبو کښې د قدس شریف د غاصبانو جنایتونو ته د غبرګون پرضرورت باندې ټینګار سره وویل بې شکه د دغه خطرناکې دسیسې او اقدام پایلې به په اسلامي هیوادونو کښې چپتیا غوره کونکو کسانو او په نړیوالو ټولنو کښې د بشري حقوقو مدعیانو لمن ته  ته وغځیږي او د نړۍ په عمومي افکارو کښې د دوې لپاره سخت عذاب رامینځته کوي .