ایران په سویډن کښې د قران کریم سپکاوی وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114860-ایران_په_سویډن_کښې_د_قران_کریم_سپکاوی_وغاند
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په سویډن کښې د قران کریم سپکاوی وغاند .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 17, 2022 14:07 Asia/Kabul
  • ایران په سویډن کښې د قران کریم سپکاوی وغاند

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په سویډن کښې د قران کریم سپکاوی وغاند .

سعید خطیب زاده د سویډن په یوه ښار کښې د قران کریم سپکاوي ته په غبرګون کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت د ډانمارک د یوه سرزوري او د توکمپال کس لخوا د سویډن په لینکوپینګ ښار کښې د قران کریم سوځول چې د پولیسو تر ملاتړ لاندې د بیان د ازادۍ په پلمه ترسره شول په کلکه غندي .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده په روژې مبارکې میاشت کښې په قصدي ډول له سپکاوی د ډک اقدام تکراریدل په سویډن او ټوله نړۍ کښې د مسلمانانو د احساساتو د داغي کیدا عامل وبلل او زیاته یې کړه دغه له سپکاوي ډک اقدام د نفرت د رامینځته کولو او د بیان له ازادۍ سره ښکاره توپیر لرونکی دی او باید د دینونونو ترمینځ په خبرو اترو او په ګډ ژوند باندې د باور لرونکو ټولو کسانو لخوا وغندل شي .