د ایران ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114990-د_ایران_ځینې_مطبوعات
په افغانستان د طالبانو له سلطې سره سره د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو او په تیر بیا کابل کښې هماغه راز ترهګرې بم چاودنې او بریدونه ترسره کیږي چې له کبله یې تراوسه په سلګونو کسان وژل شوي او ژوبل شوي هم دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2022 09:05 Asia/Kabul
  • د ایران ځینې مطبوعات

په افغانستان د طالبانو له سلطې سره سره د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو او په تیر بیا کابل کښې هماغه راز ترهګرې بم چاودنې او بریدونه ترسره کیږي چې له کبله یې تراوسه په سلګونو کسان وژل شوي او ژوبل شوي هم دي .

 

کیهان

نوموړی ورځپاڼۍ د نورو مطلبونو ترڅنګ په کابل کې خونړیو چاودنو او د محصلینو بوږنونکی وژلې ته پراخ انعکاس ورکړی دی او په خپل لومړی مخ یې دغې موضوع سره اړونده انځورونه چاپ کړی دی او لیکلی یې دي داعش په افغانستان کې په لسګونو شیعه محصلین وینو کې لغړولي دي .ورځپاڼه لیکی په کابل کې د تکفیریانو د انسان وژنې ماشین چالو شوې دې . پرون په کابل کښې د شیعیانو په یوې کوڅې کښې د هلکانو د یوه ښوونځي مخ ته په پرله پسې دریو چادونو کښې په  لسگونو زده کونکي  وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي چې ځینې پکښې مرګي حاله دي .

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې د لوړې شورا  مخکني مشر ډاکټرعبدا...عبدا... د دغو ترهګرو بریدونو په غندلو سره هغه بشر ضده جنایت وباله .

حامد کرزي وویل دغه بم چاودنې له علم او پوهې سره ښکاره دښمنۍ او د افغانستان د تعلیم یافته نسل ویرول دي .

په عین حال کښې د افغانستان دملي روغې جوړې د لوړې شورا پخواني مشر عبدا...وویل  دغه ترهګرې چاودنې ښودنه کوي چې دښمانان د افغانستان سولې او پرمختګ ته د ګوزار د ورکولو کوشش کوي .

له دې سره په یووخت د بشري حقوقو څارونکي موسسې هیومن رایټس واچ ، د ماشومانو د ژغورنې موسسې او د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزارت هم په جلا جلا بیانیو په طالبانو غږ وکړ چې د دا ډول ترهګرو بم چاودنو مخه ونیسي .

په افغانستان د طالبانو له سلطې سره سره د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو او په تیر بیا کابل کښې هماغه راز ترهګرې بم چاودنې او بریدونه ترسره کیږي چې له کبله یې تراوسه په سلګونو  کسان وژل شوي او ژوبل شوي هم دي . د کابل د لویدیځې سیمې د  بم چاودنو مسوولیت تراوسه کومې ترهګرې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی خو په دغو هزاره شیعه میشته سیمو کښې تل داعش ډلې ډيرې خونړۍ بم چاودنې او بریدونه کړي دي .

د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان وایی ایران افغانستان ته رغنده او مثبته کتنه لری .

د ایران د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک مرستیال مشر سردار فدوی ویلی  دښمنان د کمزورتیا او ذلت په دریځ کې دي .

د ایران د علمیه حوزو مدیر ایت ا... اعرافی وایی نړیوال اورګانونه د قران کریم د سپکاوی په اړه په خپلې دندې عمل وکړی .

دپاکستان په نوی حکومت کېدرز رامینځته شوی دی ، سیاسی ډلې سملاسی انتخابات غواړی .

په فرانسه کې د لوپن په وړاندی د ماکرون په ماتې اندیښنه څرګنده کړه .

په یوکرین کې روسي ځواکونو د انګلستان د پوځ دوه غړی نیولي دي .

 

اطلاعات

اطلاعات هم په خپل لومړی مخ لیکلی دی په کابل کې ماشوم وژنه ، ترهه ګرو ۳۳  زده کونکی شهیدان کړل .

د ایران د سپاه پاسداران عمومی قوماندان وایی دښمن د پوځ او سپاه ترمینځ له وحدت غوسه دې .

د یوکرین پوځ وایی روسیې ته نه تسلیمیږی .

نړیواله ټولنه د افغانستان د ترهګرو حملو بې طرفه کتونکي ونه وسي . عمار حکیم د یوې بیانیې  په خپرولو سره په افغانستان کښې ترهګرې حملې وغندلې او ټینګار یې وکړ د روژې په مبارکې میاشت کښې یوځل بیا ړندوترهګرود افغانستان په کابل کښې په شیعه هزاروو او د اهل بیت علیه السلام د مکتب په پیروانو حمله وکړه .

ایراني محصلینو د سویډن د سفارت مخې ته اعتراضي غونډه وکړه . ایراني محصلینو په دغې غونډه کښې د یو شمیر پلی کارډونو په اوچتولو سره د قرآن سوځونکو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

د صهیونیسټ رژیم پوځیانو بیا په الاقصی جومات تیری وکړ . د قدس نیواکګرو پوځیانو د فلسطین د مقاومت ډلو له خبرداریو سره سره په پرله پسې ډول په الاقصی جومات کښې په موجودو فلسطینیانو یرغل وکړ .

رسنیو وویل صهیونیسټي پوځیانو د فلسطینیانو له وجود ه د الاقصی جومات د خالي کولو هڅه وکړه . خو فلسطینیانو د صهیونیسټانو پرضد مقاومت وکړ او له الاقصی جومات وتلو ته چمتو نشول