د ویانا په خبرو کښې د فني بحثونه دوسیه تړل شوي ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي په دې خبرې سره چې د ویانا په خبرو کښې فني بحثونه پاې ته رسیدلي او معلوم شوي دي ټینګار وکړ فني بحثونه ترسره شوي او یوازې سیاسي موضوعګانې پاتې دي چې خارجه وزارت ته اړونده دي .
د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي وویل په تیرو کلونو کښې د ایران د اټومي فعالیتونو پرضد د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس ځینې راپورنه خپاره شوي خو په ترسره شویو خبرو او سلامشورو سره دغه بحثونه ختم شوي او ایران او اټومي اژانس د سیف ګارډ د قوانینو پراساس خپلې اړیکې مدیریت کړې .
محمد اسلامي وویل دغه راپورونه داسې تورونه دي چې صهیونیسټ رژيم او د ایران د اسلامي انقلاب ضد ډلې یې تعقیبوي او کلونه کلونه کیږي چې هغوې په ایران تور لګوي یا غلط ادرسونه ورکوي ځکه چې تل په تاوتریخوالي رامینځته کولو پسې دي خو مونږ له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره خپلې عادي اړیکې تعقیبوو .