د فلسطین برخلیک د مجاهدینو په ارادې سره ټاکل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115138-د_فلسطین_برخلیک_د_مجاهدینو_په_ارادې_سره_ټاکل_کیږي
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ نن سبا د فلسطین برخلیک د مجاهدینو په ارادې سره د نتیجې د ورکولو په حال کښې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2022 10:14 Asia/Kabul
  • د فلسطین برخلیک د مجاهدینو په ارادې سره ټاکل کیږي

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ نن سبا د فلسطین برخلیک د مجاهدینو په ارادې سره د نتیجې د ورکولو په حال کښې دی .

هغه نن سهار د تهران په حضرت امام خمیني رحمت الله علیه مصلی کښې د شب قدر د دوهمې شپې د احیا او د حضرت علي علیه السلام د شهادت د ویرجنو خلکو په ټول کښې وویل یوه ورځ داسې فکر کیده چې د فلسطین د ملت برخلیک به د خبرو اترو په میز کښې معلوم شي خو نن سبا د فلسطین برخلیک د مجاهدیونو په لاس او ارادې کښې دی .

د ایران ولسمشر رئیسي وویل نن سبا د افغانستان په جوماتونو او په الاقصی جومات کښې د مظلومو لمونځ ګزارو او د مسلمانانو پرضد د داعش ډلې او د صهیونیسټ رژيم د ورته جنایتونو کتونکي یوو .

هغه د افغانستان د شیعه مسلمانانو په شمول د دغه هیواد د خلکو د ژوند ساتل د اوسنیو واکمنانو دنده وبلله او ټینګار یې وکړ د افغانستان له واکمنانو غواړو چې د هیواد د مسلمانو خلکو د  ژوند چې د روژې په حالت کښې په جوماتونو کښې شهیدیږي دفاع وکړي .