له صیهونیسټانو سره ارتباط ستره تیروتنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115310-له_صیهونیسټانو_سره_ارتباط_ستره_تیروتنه_ده
د اسلامي انقلاب ستر لارښود څلویښت کاله مخکښې د مصر د حکومت له خوا دغې سترې تیروتنې او له صهیونیسټانو سره یې اړیکې ټینګولو ته په اشارې سره زیاته کړه: آیا له صهیونیسټي رژیم سره د مصر د اړیکو ټینګول د فلسطیني ولس خلاف د صهیونیسټانو د جنایتونو او د مسجدالاقصی د سپکاوي د کمیدو سبب شو چې اوس لا ځیني نور اسلامي حکومتونه غواړي هم هغه د انور سادات غلطي تکرار کړي؟
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2022 11:55 Asia/Kabul
  • له صیهونیسټانو سره ارتباط ستره تیروتنه ده

د اسلامي انقلاب ستر لارښود څلویښت کاله مخکښې د مصر د حکومت له خوا دغې سترې تیروتنې او له صهیونیسټانو سره یې اړیکې ټینګولو ته په اشارې سره زیاته کړه: آیا له صهیونیسټي رژیم سره د مصر د اړیکو ټینګول د فلسطیني ولس خلاف د صهیونیسټانو د جنایتونو او د مسجدالاقصی د سپکاوي د کمیدو سبب شو چې اوس لا ځیني نور اسلامي حکومتونه غواړي هم هغه د انور سادات غلطي تکرار کړي؟

 

د اسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د قدس د نړیوالې ورځې رانزدې کیدو ته په اشارې سره سږ کال دغه ورځ د تیرو کلونو په پرتله بدله وبلله او ویې ویل: د فلسطین خلک او ځوانان سترې سرشیندنې کوي او صهیونیسټي رژیم ډیر رذالت او جنایت ته لاس اچولی دی او هر څه چې یې زړه غواړي، ترسره کوي یې او امریکا او اروپا هم ورڅخه ملاتړ کوي.

دوي د فلسطین په هکله د اسلامي حکومتونو په کړچار باندې هم په سختې نیوکې سره وویل: له بده مرغه اسلامي حکومتونه ډیر بد عمل کوي او حتی د فلسطین په موضوع خبرو کولو ته هم غاړه نه ږدي او ځیني په کښې فکر کوي چې له فلسطین سره د مرستې لاره له صهیونیسټانو سره اړیکه ټینګول دي حال دا چې دا ستره تیروتنه ده.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود څلویښت کاله مخکښې د مصر د حکومت له خوا دغې سترې تیروتنې او له صهیونیسټانو سره یې اړیکې ټینګولو ته په اشارې سره زیاته کړه: آیا له صهیونیسټي رژیم سره د مصر د اړیکو ټینګول د فلسطیني ولس خلاف د صهیونیسټانو د جنایتونو او د مسجدالاقصی د سپکاوي د کمیدو سبب شو چې اوس لا ځیني نور اسلامي حکومتونه غواړي هم هغه د انور سادات غلطي تکرار کړي؟

معظم رهبر سوچه اسلام ته ستنیدل او د تحجر او جهالت ردول اود فلسطین موضوع د اسلامي انقلاب یوه ځانګړنه وبلله او ویې فرمایل: هویت ختمونه او آرمان ختمونه هغه دوه اندیښنې دي چې باید په وړاندې یې هوښیار ووسو خو دا چې کوم کسان د هویت ختمونې، آرمان ختمونې او خپلواکي ختمونې په لټه کښې دي او تر کومه حده کامیاب او یا ناکامه شوي دي، د پوهنتونوالو او نظر خاوندانو دنده ده.

سږ کال هم د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کې صیهونستانو خپل جنایتونه او تاوتریخجن اقدامات سخت کړي دي او په وروستیو دو اونیو کې یې په بیتن المقدس او الاقصی جومات کې په سلګونو فلسطینان شهیدان او ژوبل کړي دي . په عین حال کی د فلسطینی ولس د مقاومت دوام ، د ځینو عربی هیوادونو له لوری له صیهونیست رژیم سره د اړیکود عادی کولو د شرمونکی بهیر ماتې هم ښکاره او ثابته کړی ده چی د فلسطینانو د ناهیلی کولو او مقاومت د کمزورتیا لپاره  د امریکا او صیهونیست رژیم دسیسې بې  اغیزه دي .

حقیقت دا دې چی د فلسطینانو تاریخی تجروبې هغو ته زده کړی ده چی د خپلو ایډیالونو د تحقق لپاره  د صیهونیستی نیواکګرانو په وړاندی له مقاومت پرته بله لاره نلری .

په عین حال کی د رمضان په وروستی جمعې د قدس نړیواله ورځ له فلسطینی ولس او د هغو له ایډیالونو سره د مسلمانانو او د نړۍ د پتیالیو د پیوستون او همداراز له صیهونیسټو نیواکګرانو د کرکې د څرګندولو لپاره بیا فرصت وی چی د امریکا په ملاتړ او دځینو عربی رژیمونو د چوپتیا او بی عملی توب په سیوره کې د مسلمانانو د سپیڅلیو ځایونو او فلسطینانو پرضد خپلو تیریو او جنایتونو ته دوام ورکوی .

 

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي  هم په دې ټکي په ټینګار سره چې د اړیکو ټینګول به د صهیونیسټي رژیم لپاره هم هیڅ ګټه ونه لري، وویل: هیله ده چې د خدای تعالی په مهربانۍ سره د فلسطین انجام په خیر او خوشالۍ سره سر ته ورسي او په خپلې خاورې او مسجدالاقصی باندې د فلسطینیانو تسلط عملي شي.