ایران د کړکیچونو د حل په سیاسي لارو باندې ټينګار کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د افغانستان د یمن او د اوکراین په شمول د سیمې د کړکیچونو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځ په بیانولو سره د خارجي لاسوهنو د بندیدا ، د جنګ د دریدا او په سیاسي حل لارو باندې د تمرکز کولو پرضرورت ټینګار وکړ .
د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د واټیکان د بهرنیو چارو وزیر ستر پادري پائول ګالاګر د فلسطین د بدلونونو او د دوه اړخیزه مسائیلو په هکله ټيلي فوني خبرې وکړې .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په نړۍ کښې د ترهګرۍ خطر او په افغانستان کښې د ترهګرو اقداماتو غندل کیدا ته په اشارې سره وویل د الهي دینونونو ترمینځ خبرې اترې د سرزورۍ او د تاوتریخوالي په کمولو کښې مهم رول لري .
هغه د فلسطین بدلونونو او په الاقصی جومات کښې د فلسطین په لمونځ ګزارو باندې د صهیونیسټ رژيم څاروي ډول یرغل ته په اشارې سره دغو اقداماتو ته د ابراهیمي دینونو د پیروانو د مناسب ځواب د ورکولو غوښتنه وکړه .