د قدس په مناسبت د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران بیانیه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115352-د_قدس_په_مناسبت_د_اسلامي_انقلاب_د_سپاه_پاسداران_بیانیه
د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د قدس په مناسبت په یوه بیانیه کې ویلي چي د صهیونیستانو په مرکز کې یوه ستره ګډوډۍ او پېښه راتلونکې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2022 11:18 Asia/Kabul
  • د قدس په مناسبت د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران بیانیه

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د قدس په مناسبت په یوه بیانیه کې ویلي چي د صهیونیستانو په مرکز کې یوه ستره ګډوډۍ او پېښه راتلونکې ده.

په یاده بیانیه کې راغلې ده چي د اسلامي انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمینی ره له لوري د قدس د ورځې د نومول کېدو څخه د ۴۳ کلونو په تېرېدو سره، او اسرائیل له لوري د مختلفو طرحونو او دسیسو د پلې کېدو سره سره، وروستي بدلونونه او د انتفاضې دوام ښودنه کوي چي دغه جعلي رژیم خپلي وروستي سلګۍ وهي او د قدس شریف نیواکګر رژیم ړنګېدو ته نژدې شوی دی.

بیانیه زیاتوي: صهیونیستان په دې باور وه چي د پېړۍ د معاملې او ځینو عربو هیوادونو سره د اړیکو د جوړلو په شان د دسیسې په پلې کولو سره به د فلسطین مساله کمزورې کړي لیکن د قدس او تل اویو وروستي پېښې ښودنه کوي چي صهیونیستي رژیم به هیڅکله امنیت نه ولري او دغه رژیم په خپل مرکز کې یوې لویي ګډوډۍ څخه وېره لري.