جنرل حسېن سلامي:
د قدس نړيوالې ورځ اسلامي امت يو موټے کړ
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان وويل: د قدس نړيوالې ورځ اسلامي امت د فلسطين له آئيډيل څخه په ملاتړ کښې يو موټے کړ.
د ايران پرېس د رپوټ له مخې جنرل حسېن سلامي په يوه ويډيوئي وېنا کښې چې د غزې په تړانګه کښې د قدس د نړيوالې ورځې د فلسطيني کمېټۍ لخوا يې اهتمام اوشو وويل:د قدس نړيواله ورځ د امام خمېني (رح) لخوا يوه ډالۍ ده چې قدس شريف او فلسطين يې د اسلامي نړۍ په ترجيحاتو کښې وګرځول.
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر قوماندان زياته کړه، په لويديځه غاړه، د غزې په تړانګه، قدس شريف، د مبارزې او جهاد په مېدانونو کښې چې د مسجدالاقصي پاسداران پکښې شتون لري د فلسطين د ملت په يو يو وګړي دې سلامونه او رحمتونه وي، رحمتونه دې وي په ټولو شهيدانو چې فلسطين ورسره ځلېدلے دے.
جنرل سلامي وويل، د اسلامي انقلاب معظم رهبر آيت ا...العظمی سيد علي خامنه اي د قدس لښکر د فلسطين له آئيډيل څخه د ملاتړ لپاره جوړ کړي او د فلسطين مقاوم ولس د قدس د ځواک په ملاتړونو سره سختۍ تېرې کړې او انډولونه يې بدل کړل.