لویدیځ د پوهنتون لپاره کوم پروګرام درلوده اوانقلاب څه وکړل ؟
حقیقت دا دې چی د انقلاب په لومړیو کې پوهنتون له انقلابه مخکې د سیاسی نظام په شان وو . د پهلوی پړاو دایران سیاسی نظام په لویدیځ پورې تړلې ، خپلواکۍ نه درلودونکې او مصرف پال نظام وو ، په داسې حال کې چی اسلامی انقلاب د ایران د سیاسی نظام لپاره نوې هویت تعریف کړ ، هغه هویت چی خپلواکی یې مرکزی ټکې دې
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای دا څو ورځې مخکې د یوشمیر محصلینو په ټول کې وینا وکړه چی د دغو ویناواصلی چورلیز د پوهنتون موضوع په اړه وو . د رهبرۍ د ستر مقام په ویناو کې مهم ټاکې دا وو چی د اسلامی انقلاب په لومړیو کې د پوهنتون وضعیت منظمول د هیواد له امنیت ، د پولواوداخلی امنیت سره یو ځای سملاسی عملیاتی پروګرام په توګه معرفی کړ . د رهبرۍ ستر مقام د پوهنتون لپاره د دومره اهمیت څرنګوالې چی هغه یې د هیواد له امنیت سره یو شانته وباله ، د څو مهمو پوښتنو په مطرحولو سره ځواب ورکړ . یوه پوښتنه دا وه چی د انقلاب به لومړیو کې پوهنتون څه وضعیت درلوده؟
حقیقت دا دې چی د انقلاب په لومړیو کې پوهنتون له انقلابه مخکې د سیاسی نظام په شان وو . د پهلوی پړاو دایران سیاسی نظام په لویدیځ پورې تړلې ، خپلواکۍ نه درلودونکې او مصرف پال نظام وو ، په داسې حال کې چی اسلامی انقلاب د ایران د سیاسی نظام لپاره نوې هویت تعریف کړ ، هغه هویت چی خپلواکی یې مرکزی ټکې دې . دا موضوع د پوهنتون لپاره هم سمه راځی . په همدې لړ کې د انقلاب معظم لارښود په خپلوویناو کې وفرمایل ، پوهنتون ته دوه ډول کتنه موجوده وه ، یوه کتنه د انقلاب کتنه وه او یوه کتنه د انقلاب ضد بهیر کتنه .
دغه دو کتنو متضادې ځانګړنې درلودلې . د رهبر معظم په وینا انقلاب پوهنتون د پوهانو پاللو ځای باله ، د هیواد د پرمختګ او مسایلو د اواری لپاره د هیواد د دوه ، درې سوه کاله شاته پاتې والی د جبران لپاره ، په داسې حال کی چی پوهنتون ته د انقلاب ضد بهیر کتنه اصلا داسې نه وه ، هغو پوهنتون په هیواد کې جوړ کړ او اداره کړ د مهرو جوړولو لپاره ، تر څو چی پخپله له ملته کسان کار ترسره نکړی نو څه نه کیږی خوهغو له بهره دا غوښتل ، دغه وضعیت ته په پام سره پوهنتون ته پام د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام په اصلی سیاستونو کې راغلل .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
په ایران کې د پوهنتون لپاره د لویدیځ په پروګرامونو کې د رهبرۍ د ستر مقام په ویناو کې بله مهمه پوښتنه وه .
د لویدیځ مهم پروګرام د هیواد دننه د مهرو جوړول وو ، هغه مهرې چی وکولې شي دایران په داخل کې د استعماری قدرتونو ګټې او سیاستونه تعقیب کړي . د انقلاب معظم لارښود دغه کړچار نوې استعماری سیاست ونوموه او ویې فرمایل دغې نتیجې ته ورسیدل نیغ په نیغه استعمار نور ځواب نه ورکوی ، یو نوې سیاست رامینځته شو او هغه سیاست دا وو چی د هدف په هیوادونو کې داسې کسان وروزي تر څوهغه کسان هماغه کار ترسره کړی چی استعمار پال غوښتل ترسره کړی ، هماغه خبره وکړی چی هغه غوښتل وکړی .
د لویدیځ بل پروګرام چی د انقلاب ضد بهیر له لارې تعقیبیده دا وو چی پوهنتونونه یوازې مضرف پال وي او پخپله علم تولید نکړی . په حقیقت کې د لویدیځ پروګرام دا وو چی پوهنتونه علمی خپلواکي ته ونه رسي او یوازې هغه علمی مصرفونکی وي چی لویدیځ یې ورکوي .هغه علم یې هم چی پوهنتوني ټولنې ته ورکاوه ، د ورځې علم نه وو بلکې درهبر په وینا د لویدیځې پوهې پاتې مات ګوډ او له کاره لویدلي یا کم ګټې شیان ، وو .
د دغې ستراتیجۍ هدف او نتیجه هم دا وه چی د ایران پوهنتوني ټولنه که هغه استاد وو او که پوهنتون په مصرفی پوه او مصرفی ټولنې بدل شول . دغه کړچار د دې په ترڅ کې چی د ایران د پوهنتونی ټولنې دننه د لویدیځوارزښتونود تبلیغ اوایران لپاره د اجتماعی پایلو سبب کیده ، هیواد یې هم د بهرنیو څیزونو په مصرفونکی بدلوه اوپه عین حال کې د هیواد د پرمختګ او پراختیا لپاره جدي خنډ وو چی علمی نوښت یې عملا له مینځه وړه .
«««««««««««««««««««««««««««««««
انقلاب د پوهنتون لپاره څه وکړل ؟
د رهبرۍ د ستر مقام په ویناو کې بله مهمه پوښتنه دا وه چی د لویدیځ د نوی استعماری کړچار په وړاندې انقلاب د پوهنتون لپاره څه وکړل ؟په دې اړه د رهبرۍ ستر مقام څو موردونوته اشاره وکړه . لومړی دا چی انقلاب پوهنتون ته د ملی اقتدار د تامین دمرکز په توګه ولیدل . د اسلامي انقلاب په بریالیتوب سره پوهنتون باید له مصرفی حالت خارج او د علم د ودې او تولید لپاره په مرکز بدل شی . دغه کتنه د علم په اړه د یوې نړیوالې کتنې په اوږدو کې دی چی پوهه قدرت بولی . په همدې دلیل ده چی د رهبرۍ ستر مقام په تیرو ۳۳ کلونو کې تل په علم او پوهې ټینګار درلودلی او د ۱۴۰۱ کال په شعار کې یې هم د پوه بنسټه تولید خبره کړی ده . د ایران ایټمی تجروبه د پوهې د اهمیت په اړه ښکاره بیلګه ده ځکه چی ښی دښمنان له هغو ډیرو خنډونو سره سره چی پلان کړل ، خو نه توانیدل چی ایران خپل روا ایټمی حق ته له رسیدا محرومه کړې شي ځکه چی ایران ایټمی پوهې ته رسیدلې دې او ډیر ایټمی پوهان لري چی د هیواد د سوله ایز ایټمی پروګرام د پرمختګ قابلیت او وړتیا لری .
دوهم دا چی اسلامی انقلاب پوهنتون ته هویت ورکړ او دا هویت هم ملت ته د هویت بخښلو نتیجه وه . په همدې لړ کې انقلاب له پوهنتون د دین ختمولو خنډ شو ، پوهنتون ته یې ایډیال ، شخصیت او خپلواکۍ ورکړه . همداراز د پوهنتونونودننه د علم تولید او له مصرفی پوهنتون تولیدی پوهنتون ته د هویت بدلیدا سبب شو چی ډیر پوهان تربیت شي چی په نړیواله سویه یې هویت پیدا کړی او ځلیدلي دي او دا پوهنتون ته د انقلاب له مهمو خدمتونو وو .
رهبر معظم په دې اړه فرمایی هغه ورځ مونږه د علمی کار له نظره واقعا په پوهنتون هیڅ ویاړمن څیز نه درلوده . واقعا داسې ده ، اوس ممکنه ده یو وخت یوه ځوان پوه ، په یوه ځای کې کوم کار هم ترسره کړې وې ، چی کیدلې شی مونږ ته پته نه وی لګیدلی و خو د یوه کل ، د یوې ټولګې په توګه پوهنتون هیڅ اوڅاره او دپام وړ علمی حرکت نه درلوده . نن د خدای په فضل په پوهنتون کې ستر او اوڅاره کارونه ترسره شوی او بیا هم د استادانو ، تعلیمی او روزنیزو ورکشاپونو او پوهو محصلینوپه لاس ترسره کیږی .
دریم دا چی له اسلامی انقلاب وروسته پوهنتونونو په کمی اړخ کې هم پام وړ وده درلودلی دی او د محصلینو او استادانو شمیر د انقلاب له لومړیو سره دپرتلنې وړ ندې . د رهبرۍ ستر مقام په دې اړه وفرمایل د محصلینو دشمیر له نظره هغه وخت د هیواد د ټولو پوهنتونو د محصلینو شمیر کابو یونیم لکه وو ، نن د محصلینو شمیر میلیونی دې . له دې اړخه کمیت واقعا پرتلنې وړ ندې ، حکومتی او غیر حکومتی پوهنتونه د استادانو له نظره د هغه راپور له مخې چی هغه ورځ به مونږ ته ر اکول کیده و د تهران د پوهنتونو د ټولو استادانو شمیر کابو بینځه زره کسان وو ، نن په لسګونو زره استادان لرو چی په دوی کې ستر استادان موجود دي ، پوهه لوی استادان وجود لري .
پای