د ایران استخباراتو د افغانستان د ښاریزو په اړه اوازې دروغ وبللې
ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د استخباراتو وزارت وویل د دغه وزارت لخوا په اینټرنیټ او ټولنیزو شبکو کښې د افغانستان د ښاریزو پرضد د ځینو خبرونو او اوازو خپریدا حقیقت نلري .
د ایران استخباراتو وزارت وویل د ایران د استخباراتو وزارت لخوا په ټولنیزو شبکو او اینټرنیټ پاڼو باندې د افغانستان د ښاریزو پرضد د ځینو خبرونو او اوازو خپریدل هیڅ سموالی نلري او دغه موردونه د لویدیځې اسیا سیمې د ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د اختلاف د رامینځته کولو لپاره د ایران او د افغانستان د دوو ملتونو د ګډو دښمانانو د همیشنیو او ناوړه هڅو په چوکاټ کښې ترسره کیږي .
د ایران استخباراتو وزارت ویلي دي دغه اقدامات د هغو هدفونو دوام دی چې نن په افغانستان کښې د شیعه او د سني مسلمانانو په جوماتونو کښې په کړیزو بم چاودنو او د بې ګناه روژه تیانو لمونځ ګزارو په وژلو سره د مسلمانانو ترمینځ د جنګ د رامینځته کولو او د ورور وژلو اراده لري .
د ایران د استخباراتو وزارت وویل دغه وزارت ته هرډول اړونده اطلاعیه یا خبرونه د واجا اینټرنیټ سایټ (www.vaja.ir) له لارې یا د ایران د رسمي خبري اژانسونو او یا رسنیو له لارې خپریږي .