د ایران خارجه وزیر:
د عمان او د ایران اړیکې دي پیاوړي شي
May 03, 2022 01:39 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عمان سره د جګپورو چارواکو په کچه د اړیکو د پیاوړي کېدو غوښتونکی شو.
د ایرنا له راپور سره سم، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د دوشنبې په ورځ په عمان کې د ایران له سفیر علی نجفی سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو تر مینځ ښو اړیکو ته په اشارې سره، په سیمه ایزو او نړیوالو چارو کې د دواړو هیوادونو تر مینځ همکارۍ مهمي وبللې.
په عمان کې د ایران سفیر هم په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ډګرونو کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د وروستیو حالاتو په هکله خپل راپور د ایران خارجه وزیر ته ورکړ.
په یاده لیدنه کې امیر عبداللهیان په عمان کې د کنسولي خدماتو په اسانه کېدو باندې تاکید وکړ.
ټیګونه