ملګري ملتونه دې په خلکو باندې د بندیزونو منفي اغیزې بیان کړي
ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر: نړیواله ټولن دې له اسلامه له ویرونې او د مسلمانانو د ابتدايي حقوقو له خلاف ورزۍ سره د مبارزې لپاره ضروري اقدامات ترسره کړي
په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او نماینده د دغه سازمان د منشور د نړیوالو او انساندوستانه حقوقو له اصولو سره د بندیزونو په تضاد کښې بللو سره، تر بندیزونو لاندې هیوادونو او په عامه خلکو باندې د یواړخیزو منفي اغیزو په هکله د ملګرو ملتو د نړیوالو اړیکو د برخې د هلوځلو دوام غوښتنه وکړه
د ایرنا د خبر له مخې مجید تخت روانچي د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د اطلاعاتو په کمیټې کښې یوې وینا کښې، د یواړخیزو او غیرقانوني بندیزونو په غندلو سره څرګنده کړه: دا بندیزونه له بندیزونو سره د مخامخ هیوادونو لپاره د اقتصادي، سوداګري او مالي ستونزو د زیاتیدو سبب شوې دي او د دغو هیوادونو د اقتصادي ودې د کمزورې کیدو په ترڅ کښې، بهرنیو مالي سرچینو ته د لاسرسۍ په وړاندې د محدودیت د رامینځته کولو له لارې ابتدايي طبي موادو او تجهیزاتو ته د لاسرسۍ مخه نیسي.
هغه څرګنده کړه: په خواشینۍ سره ځیني هیوادونه لاهم د خپلې ماډرن ارتباطي ټیکنالوجۍ انحصار د نورو هیوادونو په تیره بیا د ترقۍ په حال کښې هیوادونو د حقیقتونو د تحریفولو او جعل کولو لپاره کاروي او داشان د دغو هیوادونو څیره او ګټې خرابوي نو پکار ده چې نړیواله ټولنه دې بد حالت ته سمدستي پام وکړي.
تخت روانچي د خپلو خبرو په دوام کښې، په لویدیځ کښې له اسلامه د ویرونې ودې ته په اشارې سره څرګنده کړه: د نړۍ په مختلفو سیمو کښې د اسلام او مسلمانانو په هکله د کرکې اچونې د فضا برابرول چې د اسلام ضده رسنیو له خوا د په لویدیځ کښې د ځینو سیاسي کسانو په لمسونکو او متعصبانه څرګندونو سره راپارول کیږي، د سختې اندیښنې لامل دي.
په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر څرګنده کړه: اوس وخت دی چې نړیواله ټولنه دغه ښکارنده وغندي او له اسلامه له ویرونې او د مسلمانانو د ابتدايي حقوقو له خلاف ورزۍ سره د مبارزې لپاره ضروري اقدامات ترسره کړي.