د ایران پوځ له ګواښونو سره مقابلې ته بیخي تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115620-د_ایران_پوځ_له_ګواښونو_سره_مقابلې_ته_بیخي_تیار_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مرستیال غږملونکي ټینګار وکړ چې پوځ د دښمنانو له ګواښونو سره مقابلې ته پوره چمتو دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2022 10:19 Asia/Kabul
  • د ایران پوځ له ګواښونو سره مقابلې ته بیخي تیار دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مرستیال غږملونکي ټینګار وکړ چې پوځ د دښمنانو له ګواښونو سره مقابلې ته پوره چمتو دی

ایډمرل حبیب ا... سیاري وویل: له خلکو سره د ایران د وسله والو ځواکونو یوزړه توب او اتحاد تر دې حده د چمتووالي او دفاع د لوړیدو سبب کیږي چې هیڅ دښمن د تیري فکر ونه کړې شي.

هغه زیاته کړه: د پوځ ځواکونه د خلکو پوره پوره ملاتړ لري.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ وسله وال ځواکونه د خپلو پوځي دندو په ترسره کولو سربیره، د سیلاب او زلزلې په شان پيښو په موقع هم د خلکو ترڅنګ ولاړ وي او د مرستې او خدمت په برخه کښې په ډیرو تیارو او اغیزناکو ځواکونو کښې ګڼل کیږي.

پوځ هم داشان په تیرو دوو کلونو کښې د خپلو ۴۰ روغتونونو ظرفیت په بشپړه توګه کرونايي ناروغانو ته بیل کړ او په دې لړ کښې ۴۵۰ کلینیکونه تراوسه په دې لړ کښې کار کوي.