ترهګرو سره د سویډن د محاکمې په ملتیا باندې نیوکې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115648-ترهګرو_سره_د_سویډن_د_محاکمې_په_ملتیا_باندې_نیوکې
د تروریسم د قربانیانو د ملاتړي ټولنه په تهران کې د سوېډن سفیر ته په خطاب کې د منافقینو له ترهګري ډلي څخه د سوېډن د محاکمې په ښکاره ملاتړ باندې نیوکي کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2022 02:13 Asia/Kabul
  • ترهګرو سره د سویډن د محاکمې په ملتیا باندې نیوکې

د تروریسم د قربانیانو د ملاتړي ټولنه په تهران کې د سوېډن سفیر ته په خطاب کې د منافقینو له ترهګري ډلي څخه د سوېډن د محاکمې په ښکاره ملاتړ باندې نیوکي کړي دي.

ایرانی وګړی حمید نوري په ۲۰۱۹ میلادي کال کې سوېډن ته رسېدلو وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو او د یوې محاکمې له خوا د منافقینو د ترهګري ډلي سره د مبارزې په جرم بندی شوی دی.

د تروریسم د قربانیانو د ټولنې په لیک کې راغلی دی چي له بده مرغه سوېډن د منافقینو د ترهګري ډلې او د حرکه النضال په څېر د ترهګرو ډلو په امن ځای بدل شوی دی.

یاده ټولنه زیاتوي: د سوېډن محکمې د منافقینو له ترهګري ډلې سره په ښکاره ملتیا کوي او د داسي یوې ډلې شکایات څیړي چي لاسونه یې د ۱۷ زرو ایراني وګړو په وینو رنګ دي، او د منافقینو د ترهګري ډلي سره د مبارزې په جرم یې حمید نوری نیولی دی.