امریکا د ویانا په خبرو کښې د اوږد ځنډ مسووله :-
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د ملګروملتونو له سرمنشي سره په ټيلي فوني خبرو کښې د امریکا د زیات دباو غلط سیاست په ویانا خبرو کښې د اوسني حالت سبب وباله .
د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان بیګا د ملګروملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټریش سره په ټیلي فوني خبرو کښې د اروپايي اتحادیې له لارې د امریکا او د ایران ترمینځ د پیغامونو د تبادلو دوام ته په اشارې سره د امریکا د مشرانو جرګې سینا د ایران ضد په وروستۍ مصوبې نیوکه وکړه او ویې ویل یوې پایداره ، قوي او منصفانه موافقې ته رسیدل د تیر غلط کړچار په جبرانولو کښې د امریکا د حکومت زړور ، واقع بینانه فیصلې غوره کولو ته ضرورت لري .
د ایران پرضد د بندیزونو د ختمیدا د خبرو اترو اتم (۸) پړاو چې د تیر میلادي کال د دسمبر د میاشتې له اوویشتمې (۲۷)نیټې څخه پیل شوی د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې په یولسمه (۱۱) نیټه د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست د مسوول جوزپ بورل په وړاندیز نوي ډګر ته ورننوت او مرکچیان د سیاسي مشورو لپاره خپلو هیوادونو ته بیرته ورستانه شول .
د تضمینونو موضوع او له سره فهرست(red list) څخه دایران د حقیقي او د حقوقي کسانو د نومونو ایستل او د بایکاټونو ټولګه هغه موردونه دي چې امریکا د اټومي تړون د خلاف ورزۍ کونکي په توګه د دغو ستونزو د حل لپاره ضروري سیاسي فیصله نه ده ترسره کړي .
د ایران اسلامي جمهوریت ټینګار لري د اټومي تړون په کامل ډول اجرا کښې د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا د ژمنو ماتولو مخینې ته په پام سره لوري باید قوي ، عادلانه او پایداره موافقې ته د رسیدا هڅه وکړي چې له دې لارې د ایران د سوله ییز اټومي پروګرام په هکله د لویدیځ د ادعا وړ اندیښنې د کمیدا له لارې د اټومي تړون له اقتصادي ګټو د ایران د کاملې استفادې لپاره ضروري شرایط برابر شي .
پر دې اساس د ایران مرکچي ډلې د خبرواترو لورو ته عملي نوښتونه او وړاندیزونه ورکړي دي او د خبرو اترو له نورو لورو سره د تعاملاتو ټولګه د سرو کرښو په چوکاټ کښې ترسره کیږي .
په داسې حال کښې چې د ویانا خبرې اترې د څو مهمو او پاتې موضوعګانو په هکله د امریکا د سیاسي فیصلو په تمه دي د امریکا مشرانو جرګې سینا د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکزي بانک پرضد د بایکاټونو د ساتلو او دغه راز اټومي تړون ته د جوبایډن د حکومت د احتمالي بیرته ستنیدا په بڼه کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک پرضد د بایکاټونو د ختمیدا د مخه د نیولو په هدف سره یو (۱)پلان تصویب کړ .
د نړیوالو مسائیلو کارپيژاند حنیف غفاري د ایران پرضد د دغو پلانونو په تصویبولو کښې د امریکا د ډیموکراټ او د ریپبلیکن ګوندونو د سناتورانو غږملیتا په واضح ډول اټومي تړون ته د پوچې بیرته ستنیدا تاکتیک ته د واشنګټن د پاې بندې ښودنه کوي چې پراساس یې باید د ایران پرضد د بایکاټونو د غیر عملیاتي او له لږ شان ځنډولو ورهاخوا کوم اقدام ترسره نشي .
له بلې خوا د ایران پرضد د بایکاټونو دوام او د تهران پرضد د زیات دباو او د ډيپلوماسۍ له دوه ګوڼه سیاست استفاده په داسې حال کښې ترسره کیږي چې په ویانا خبرو کښې موافقې ته رسیدل له زیات غوښتنې د امریکا لاس اخیستل او د واشنګټن لخوا د اعتماد جوړولو او عیني اقداماتو ته ضرورت لري .
د امریکا پولیټیکو مجلې د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي په قول ولیکل د واشنګټن دریځ دا دی تر هغه وخته چې ایران له اټومي تړون د ورهاخوا امنیتي اندیښنو د کمولو لپاره خاص ګامونه پورته نکړي د خارجي ترهګرو ډلو په نوم له فهرست څخه به د ایران د سپاه پاسداران ځواک نوم لیرې نکړي ؛ دا په داسې حال کښې دي چې د اټومي تړون اصلي ماهیت د ایران د اټومي ژمونو د اجرا په وړاندې د اقتصادي بایکاټونو په اغیز شیندونکي ډول په لغو کولو ولاړ دی او اساسا د ایران له سیمه یییزو سیاستونو او دفاعي موضوعګانو سره هیڅ ارتباط نلري .
ښکاره خبره ده چې د ایران پرضد له بایکاټونو د استفادې دوام ، په خبرو کښې د امریکا پرله پسې کارړنګونې او له اټومي تړون ورهاخوا د واشنګټن غوښتنې د دې ښودنه کوي چې د امریکا چارواکي هماغه راز د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت ماتي خوړلي سیاستونه تعقیبوي او همدا اوس د تیر غلط کړچار د جبرانولو او اټومي تړون ته د بیرته ستنید لپاره ضروري سیاسي اراده نلري .