د قطر امیر سبا تهران ته راځي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115870-د_قطر_امیر_سبا_تهران_ته_راځي
ایران پرس خبري اژانس راپور ورکړ د قطر امیر سبا د اسلامي ایران د ولسمشر په رسمي بلنه د یوه (۱)لوړرتبه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ تهران ته راځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2022 07:23 Asia/Kabul
  • د قطر امیر سبا تهران ته راځي

ایران پرس خبري اژانس راپور ورکړ د قطر امیر سبا د اسلامي ایران د ولسمشر په رسمي بلنه د یوه (۱)لوړرتبه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ تهران ته راځي .

قطر د ایران په بهرني سیاست  کښې لومړیتوب لري  او د هدف وړ یو(۱) هیواد دی او د دواړو هیوادونو د اړیکو تاریخ ته کتنه ښودنه کوي چې د تهران او د دوحې اړیکې تل ژورې او مخ په ودې وې او دي .

د قطر د امیر رسمي هرکلی ، د ایران او د قطر د مشرانو دوه اړخیزه خبرې اترې، د دواړو هیوادونو د لوړرتبه پلاویو سلامشورې او د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني خبري کانفرنس د دغه یوه(۱) ورځني سفر په پروګرامونو کښې شامل دي .

د ویلو ده چې د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د روان میلادي کال په فرورۍ میاشت کښې  د قطر د امیر په رسمي بلنه او د ګازو د صادرونکو هیوادونو د مشرانو په غونډه کښې د ګډون لپاره دوحې ته تللی و او په دغه سفر کښې د دواړو هیوادونو د چارواکو لخوا د ملګرتیا څوارلس (۱۴) سندونه لاسلیک شوي وو .