ایران:
ملګري ملتونه دې د اسرائيلو د جنایتونو په وړاندې سمدستي اقدام وکړي
په ملګرو ملتو کښې د ایران نمایندګۍ د اسرائيلي رژيم د جنایتونو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتو په تیره بیا د امنیت شورا د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه
په ملګرو ملتو کښې د ایران نمایندګۍ د الجزیره چینل د فلسطیني خبریالې شیرین ابوعاقله د شهادت په غندلو سره د اسرائيلي رژيم د جنایتونو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتو په تیره بیا د امنیت شورا د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه
په ملګرو ملتو کښې د ایران د نمایندګۍ صلاحکار محمد رضا صحرايي پرون د دغه سازمان د اطلاعاتو په کمیټې کښې څرګنده کړه چې شیرین ابوعاقله د فلسطین د خلکو د میړانې غږ او د هغه ظالمانه تیري په وړاندې د استقامت او پایدارې ملي مثال و چې د فلسطین خلک یې له ډیرې مودې راهیسې زغمي.
هغه څرګنده کړه: د اسرائيلي رژيم له خوا د شیرین ابوعاقله وژله د اوږد جنګ او په خبریالانو د رعب اچولو یوه برخه ده او موخه یې د فلسطینیانو خلاف د دغه رژيم په جنایتونو برغولی ایښودل او د نړیوالو قوانینو او اصولو سخته خلاف ورزي ده.
ښاغلي صحرايي هم داشان وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د ابوعاقله د شهادت په غندلو سره له ملګرو ملتو په تیره بیا امنیت شورا غواړي چې د اسرائیلو د جنایتونو او د هغه د بې سزا پاتې کیدو د ختمولو لپاره د فلسطین د خلکو په ملاتړ او د هغو نړیوالو جنایتونو ځواب ورکولو ته د دغه رژيم د مجبورولو په لړ کښې دې سمدستي اقدامات وکړي چې له تیرو څو لسیزو راهیسې یې ترسره کړي دي.