د پارلماني استازو سره د اسلامي انقلاب د معظم رهبر  لیده کاته:
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116420-د_پارلماني_استازو_سره_د_اسلامي_انقلاب_د_معظم_رهبر_لیده_کاته
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران د پارلماني استازو سره په لیدنه کې تاکید وکړ  چي د هیواد په چارو کې یوازې په اخلاص او مجاهدت سره بریا تر لاسه کېدایشي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2022 09:14 Asia/Kabul
  • د پارلماني استازو سره د اسلامي انقلاب د معظم رهبر  لیده کاته:

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران د پارلماني استازو سره په لیدنه کې تاکید وکړ  چي د هیواد په چارو کې یوازې په اخلاص او مجاهدت سره بریا تر لاسه کېدایشي.

د اسلامي شورا یا د ایران د پارلمان د یوولسم پړاو استازو نن د امام خمینی ره په جومات کې په حضور سره، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر ایت الله خامنه  ای سره ولیدل.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه لیده کاته کې د سپېڅلي جهاد په دوران کې د خرمشهر فتح کېدا د ملی ژغورنې او د ناوړه معادلاتو د بدلون بېلګه وباله او تاکید یې وکړ چي نن سبا هم د پخوا په څېر د هیواد په چارو کې یوازې په اخلاص او مجاهدت سره، بریا تر لاسه کېدایشي.

حضرت ایت الله خامنه ای زیاته کړه: جهاد، سرشیندنه، کلکه اراده، نوښت، څېړنه او تعقیبونه، د دې ټولو روح اخلاص او په متعال خدای باندې توکل دی.

هغوی څرګنده کړه چي اخلاص، مجاهدت او په خدای باندې توکل یوازې د سپېڅلي دفاع د دوران لپاره ځانګړي نه دي بلکې له ټولو هغو داخلي او بهرني ستونزو سره چي نن سبا ورسره مخ یاست د همدغو عواملو یعنی اخلاص، مجاهدت او توکل سره بریالیتوب تر لاسه کولایشي.