د ایران او پاکستان خارجه وزیرانو کتنه اوسلاومشورې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116484-د_ایران_او_پاکستان_خارجه_وزیرانو_کتنه_اوسلاومشورې_کړي_دي
بلاول بوټو زرداری له امیر عبداللهیان سره په کتنه کې په ټولو زمینو کې له تهران سره د وروګلویزو اړیکو د پراختیا لپاره د اسلام اباد په ګروهنې ټینګار کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2022 01:31 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان خارجه وزیرانو کتنه اوسلاومشورې کړي دي

بلاول بوټو زرداری له امیر عبداللهیان سره په کتنه کې په ټولو زمینو کې له تهران سره د وروګلویزو اړیکو د پراختیا لپاره د اسلام اباد په ګروهنې ټینګار کړی دی .

د ایرنا له راپور سره سم  د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان او پا کستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداری د سویټرزلینډ په داووس کې د اقتصاد د نړیوالې غونډې په ترڅ کې د دوه اړخیزه تجارت د پراختیا او عملیاتی کولو د لارو چارو ، د سرحدی بازارونو د پراختیا او د افغانستان د بدلونونو په اړه سلاو مشورې  کړي دي .

بلاول بوټو زرداری له امیر عبداللهیان سره په کتنه کې په ټولو زمینو کې له تهران سره د وروګلویزو اړیکو د پراختیا لپاره د اسلام اباد په ګروهنې ټینګار کړی دی .

بلاول بوټو زرداری همداراز د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر له خلکو د ایران په ملاتړونو او د بلوچستان صوبې په ځنګلونو کې د اور د مړولو لپاره د ایران د اورمړونکیو الوتکو د ورلیږلو قدرونه کړی ده .

د پاکستان خارجه وزیر د افغانستان په زمینه کې هم جوته کړه ایران الو پاکستان د ګډو ګاونډیانو په توګه د افغانستان په موضوع کې له نږدې یوه بل سره غږمله دي .