په زاهدان کې د ایران اوپاکستان د سرحدي تجارت غونډه ترسره کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116552-په_زاهدان_کې_د_ایران_اوپاکستان_د_سرحدي_تجارت_غونډه_ترسره_کیږي
د ایران او پاکستان د سرحدی تجارت د ګډې کمیټۍ نهمه غونډه د ګل او نهې په ورځو په زاهدان کې ترسره کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2022 02:51 Asia/Kabul
  •  په زاهدان کې د ایران اوپاکستان د سرحدي تجارت غونډه ترسره کیږي

د ایران او پاکستان د سرحدی تجارت د ګډې کمیټۍ نهمه غونډه د ګل او نهې په ورځو په زاهدان کې ترسره کیږی .

 

د ایرنا له راپور سره سم د ایران د سیستان او بلوچستان د صنعت ، معدنو او تجارت ادارې سرپرست ایرج حسن پور وویل د ایران او پاکستان د سرحدی تجارت د ګډې کمیټۍ نهمه غونډه د ګل او نهې په ورځو په زاهدان کې ترسره کیږی .

ده زیاته کړه د دغې غوندې د ترسره کولو هدف  د دو ګاونډیو او او ملګرو هیوادونو د اقتصادی او تجارتي اړیکو پراختیا او سرحدي تجارت د خنډونو او مساییلو جاج اخیستل دي .

د ایران او پاکستان اړیکی د پاکستان د خپلواکۍ نیټې ته ورګرځی او په وروستیو کلونو کې په مختلفو برخو کې د تهران او اسلام اباد اړیکي مخ په وړې دي .