ایران د صهیونیسټانو له خوا د مسجدالاقصی سپکاوی وغنده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116598-ایران_د_صهیونیسټانو_له_خوا_د_مسجدالاقصی_سپکاوی_وغنده
د ایران د خارجه وزارت ویاند بیګا د صهیونیسټانو په لاس د مسجدالاقصی د حرمت سپکاوی په کلکه غندلی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2022 00:46 Asia/Kabul
  • ایران د صهیونیسټانو له خوا د مسجدالاقصی سپکاوی وغنده

د ایران د خارجه وزارت ویاند بیګا د صهیونیسټانو په لاس د مسجدالاقصی د حرمت سپکاوی په کلکه غندلی دی

فارس خبري آژانس خبر ورکړی چې سعید خطیب زاده د توکمپالو صهیونیسټانو له خوا د مسجدالاقصی د حرمت سپکاوی او د مسلمانانو په وړومبنې قبلې او خلکو باندې د قدس د نیواکګرو حمله په کلکه وغندله او ټینګار یې وکړ چې ټول بیت المقدس د فلسطین همیشنۍ او تلپاتې پلازمینه ده.

سعید خطیب زاده د فلسطین د خلکو او د قدس شریف د مدافعانو د مقاومت او پایدارۍ د ستاینې په ترڅ کښې د صهیونیسټانو د نویو بلاغوښتنو او راپارونکو اقداماتو په هکله خبرداری ورکړ او د اسلامي نړۍ د اولني وړومبیتوب په توګه د قدس د ارمان په یادونې سره یې څرګنده کړه: د نړۍ د ټولو پتمنو انسانانو په تیره بیا د اسلامي هیوادونو او ولسونو دنده ده چې له بیت المقدسه د هراړخیزې دفاع او له اپارټایډ صهیونیسټي رژیم سره د مقابلې په لړ کښې په متحده او یوموټې توګه عمل وکړي.

هغه له نړیوالو مراجعو او سازمانونو وغوښتل چې پر خپلې قانوني دندې عمل وکړي او د فلسطین په بې دفاع خلکو باندې د نیواکګرو صهیونیسټانو د تیریو او بریدونو مخه ونیسي.

د ویلو ده چې پرون د نیواکګرو پوځیانو په ملاتړ سره له زرو زیات ښارګي میشتي صهیونیسټان مسجدالاقصی ته ننوتل او په راپارونکو اقداماتو سره یې د مسلمانانو د وړومبې قبلې حرمت مات کړ.