عربستان ته د ایران د کنسولي پلاوی سفر
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116652-عربستان_ته_د_ایران_د_کنسولي_پلاوی_سفر
د ایران د خارجه وزارت د کنسولي څانګې یوه شپږ کسیزه پلاوی د لوی اختر په درشل کې د حاجیانو د چارو د تنظیمولو په موخه عربستان ته تللی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2022 08:04 Asia/Kabul
  • عربستان ته د ایران د کنسولي پلاوی سفر

د ایران د خارجه وزارت د کنسولي څانګې یوه شپږ کسیزه پلاوی د لوی اختر په درشل کې د حاجیانو د چارو د تنظیمولو په موخه عربستان ته تللی دی.

د ایسنا له راپور سره سم، په بهرنیو هیوادونو کې د ایراني وګړو څخه د خارجه وزارت د ملاتړ په چوکاټ کې یوه شپږ کسیزه پلاوی عربستان ته استول شوی تر څو د حج په مراسمو کې د ایراني حاجیانو د ګډون لپاره اړین سهولتونه رامینځ ته کړي.

سعودي عربستان تر دوو کلونو وروسته بیا ځلي د حج په مراسمو کې د نورو هیوادونو وګړو ته د ګډون اجازه ورکړې ده.

دې ته په کتو سره، چي په ریاض او جده کې د ایران سفارت او کنسولګری فعاله نه دي، د ایران خارجه وزارت د کنسولي چارو د سمبالولو په موخه یاد کسان ریاض ته لېږدولی دی.

د حج او د زیارت د سازمان له راپور سره سم، د ذې القعدې د میاشتې په دیارلسمه به د ایراني حاجیانو لومړنی کاروان عربستان ته ولېږدول شي.