Jun 04, 2022 15:52 Asia/Kabul
  • د رهبری لیدلوری/ اسلامي جمهوریت، د ظلم او د استکبار مخالف او د معنویت ملګری

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله سید علی خامنه ای د اسلامي انقلاب د لوی بنسټګر امام خمینی ره د تلین په درو دیرشمه کلیزه کې د امام خمینی ره په مشری اسلامي انقلاب د نړۍ د تاریخ تر ټولو ستر انقلاب وباله.

معظم رهبر د شنبې په ورځ په یادو مراسمو کې، د اسلامي انقلاب په بریالیتوب او په بهرني او کورني بدلونونو کې د امام خمینی ره د لارښوونې او رول لوبونې په هکله مهمي خبرې وکړې.

هغوی د خپلو وېناو په سر کې د اسلامي انقلاب په بریا کې د امام خمیني ره د رول لوبونې په هکله وویل: هغه پیاوړی لاس، مضبوط شخصیت، ډآډمن زړه، او ذالفقار ته ورته ژبه چي په وسیله یې یو پوره ولس میدان ته د وردانګلو لپاره وهڅول شو، بزرګوار امام، حضرت خمینی (ره) و.

د اسلامي انقلاب بدلونونه د دې ښودنه کوي چي د انقلاب په پرمختګ کې د امام خمینی ره مشري وتلې رول درلوده او د هغه امام د رهبری ځانګړې طریقه د انقلاب د بریا سبب شو.

د امام خمینی ره د مشری لومړنۍ ځانګړنه د انقلابي مفکورې د بنسټ جوړېدا وه، هغه څه چي د امام ره مذهبی او سیاسي پوهي ته په کتو سره، رامینځ ته شوه. په داسي توګه چي د امام ره په پیغامونو کې د پهلوي رژیم د مشروعیت نه شتون او له اسلامي او انساني تعالیمو او اساسي قانون سره د دې رژیم مخالفت خلګو ته ښکاره شول.

د اسلامي انقلاب د موخو د پلي کېدو په لړ کې د امام خمینی ره یوه بله کارنده ځانګړنه، د خلګو په بسیجولو او تیارولو کې د هغه بې سارې وړتیا وه،

هغوی په ساده الفاظو سره سیاسي او مذهبې لارښونې خلګو ته بیانولې او په دې توګه یې د اسلامي انقلاب اېډیالوژي خلګو سره شریکول.

سیاست جوړونه او مدیریت د امام خمینی ره له نورو ځانګړنو څخه بلل کیدا.

هغوی روحانیت دې ته چمتو کړ چي د سیاست میدان او د خلګو خدمت ته ورودانګي، داسي یو کار چي د اسلامي انقلاب په بریالیتوب او د هغه د اهدافو په پلي کېدو کې تر ټولو کارنده رول ادا کړ او تر نن ورځې پوري دهیواد د چارو په مدیریت کې دوام موندلی دی.

حضرت ایت الله سید علی خامنه ای د خپلو وېناو په یوه بله برخه کې اسلامي انقلاب د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو ستر انقلاب وباله او په معاصر تاریخ کې د فرانسې له (انقلاب کبیر) او د شوروی له پراخ انقلاب سره، داسلامي انقلاب په پرتله کولو سره، وفرمایل:  په یادو دوو انقلابونو کې معنویت شتون نه لرل، په دې خاطر دواړه انقلابونه له یوې لنډې مودې په تېرېدو سره، له خپل مسیر څخه منحرف شول او همهغه خلګ یې چي د یادو انقلابونو په بریالیتوب کې رول لوبولي وه، له یاده وایستل ، او بیرته مخکني پړاو ته ور وګرځېدل، خو د ایران اسلامي انقلاب د هغوی په اپوټه تر بریالیتوب وروسته هم له ولس سره پاتي شو او په خلګو باندې په تکیې سره هم په مادي او هم په معنوی ډګرونو کې پرمختګ وکړ، دا د نړۍ په تاریخ کې په نورو انقلابونو باندې د ایران د اسلامي انقلاب د بره والې او د امام خمینی ره د رهبری د عظمت ښودنه کوي.

په دې خاطر له ۱۳۵۷ لمریز کال او د اسلامي انقلاب تر بریالیتوب وروسته، په نړۍ باندې واکمن سلطه نظام د اسلامي انقلاب سره دښمنۍ ته ملا وتړله، چي تر اوسه هم دوام لري، ځکه چي اسلامي انقلاب د اسلام له مبارک دین څخه په اخیستنې سره، د ولس پالنې اسلامي بېلګه نړۍ او اسلامي هیوادونو ته وړاندې کړه، په دغه نوې بېلګه کې د کیڼ پالو او ښي پالو نظامونو په اپوټه خلګ د اسلام د مبارک دین په ړنا کې په ټولو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ډګرونو کې ونډه لري.

 د اسلامي انقلاب تر بریا وروسته، په ټاکنو او نورو ملي او مذهبي مراسمو کې د خلګو پراخ ګډون ښودنه کوي، چي د ۴۳ کلونو په تېرېدو سره لا هم خلګ د اسلامي انقلاب له لوري ګوښه شوي نه دي او د هیواد د چارو په مدیریت کې رول لوبوي.

په تیرو څلورو لسیزو کې له اته کلني ټپلې جګړې نیولې بیا تر ټرورونو او پراخو اقتصادي بندیزونو پوري ټولي دسیسې د اسلامي انقلاب په وړاندې ماته خوړلې، دغه تجروبه خلګو ته ور وښودله چي د اسلامي انقلاب د موخو د تر لاسه کولو او د لاسته راوړنو د ساتلو په موخه باید مقاومت ته دوام ورکړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر دې مسالې ته په اشارې سره وویل: د ایران ولس د امام خمینی ره د مقاومت د سبق په برکت په یو پیاوړی او مضبوط ولس بدل شو او نن سبا مقاومت په نړیوالو ادبیاتو کې په یوه وتلې لفظ بدل شوی دی.

 

 

 

 

ټیګونه